کابل ( پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٢ ) : وسله والو طالبانو ويلي ، چې نه معتصم اغاجان ددوى غړى دى او نه هم طالبانو ددوبۍ په کومه غونډه کې ګډون کړى دى.
تېره اونۍ د طالبانو د واکمنۍ د مهال د ماليې وزير ملا معتصم اغاجان پژواک اژانس ته ويلي و ، چې دوبۍ کې يې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کړې ده.
هغه زياته کړې وه، چې په دې غونډه کې ددوى د واکمنۍ د مهال يو شمېر وزيرانو، ديپلوماتانو، پخوانيو او اوسنيو پوځي قوماندانانو برخه اخيستې ده.
خو د وسله والو طالبانو له خوا د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دوى په ياده غونډه کې ګډون نه دى کړى.
سرچينې زياته کړې : (( موږ يو ځل بيا اعلانوو، چې معتصم اغاجان په اسلامي امارت کې کومه دنده او مسووليت نه لري اونه هم زموږ استازيتوب کولای شي .))
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې طالبان د ملا معتصم اغاجان اوسني فعاليتونه اوحرکات د دوى د اصولو او د مبارزې د ارمانونوخلاف او د بهرنيانو په ګټه بولي.
د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې ددوى په استازيتوب په دوبۍ کې نه کومه غونډه شوې او نه هم ددوى استازو پکې ګډون کړى دى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن