کابل ( پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٢ ) : سناتور حافظ عبدالقيوم د نورستان ولايت د نوي والي په توګه وټاکل شو.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ د کب په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى پرون سناتور حافظ عبدالقيوم د نورستان د والي په توګه ارګ ته وړانديز کړى و.
هغه زياته کړه، چې ددوى په وړانديز ولسمشر هغه د نورستان د نوي والي په توګه ټاکلى دى.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې حافظ عبدالقيوم به په دې ولايت کې د حکومتدارۍ ښې چارې ترسره کړي.
د يادونې ده، چې د نورستان پخواني والي تميم نورستانى ددې ولايت لپاره د مرسته شويو غنمو د خرڅولو په تور څو ورځې مخکې د وزيرانو شورا له خوا له دندې ګوښه او څارنوالى ته معرفي شوى دى.
د نورستان نوى والي حافظ عبدالقيوم ٣٨ کاله عمر لري، دنورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکى دى، له حقوقو پوهنځي فارغ شوى او په پاکستان کې يې د شرعياتو او ادبياتو په څانګو کې ليسانس اخيستى.
هغه د اتحاد ا سلامي پخواني جهادي ډلې غړى و.
نوموړى اوسمهال په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو استازى و ، دغه راز نوموړى د علماوو شورا غړى هم دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن