جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٢): په ننګرهار ولايت کې د پوليسو د اکاډمۍ پر موټر چاودنې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن غرمه په يوه بجه د تورخم– جلال اباد پر لويه لاره د ګمرک تر څنګ د لسمې ويالې په ساحه کې د پوليسو د اکاډمۍ د روزونکو پر موټر شوې ده.
نوموړي وويل، چې په دې چاودنه کې دوه افسران وژل شوي او څلور نور ژوبل دي چې يو يې د اکاډمۍ محصل دى.
خو د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل، چې دوى ته د يوه پوليس جسد او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن