ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان دې د اسلامي ثقافت د پروګرام د نمانځلو پر مهال له بريدونو ډډه وکړي“

author avatar
20 Feb 2014 - 16:36
author avatar
20 Feb 2014 - 16:36

غزني ښار (پژواک دکب لومړۍ نېټه ۹۲) : د غزني والي له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې  په دې ولايت کې د اسلامي ثقافت د پروګرام د نمانځلو پر مهال له بريدونو او جګړو ډډه وکړي.

موسى خان اکبرزاده نن ديادو مراسمو په لړ کې ديوې غونډې پر مهال وويل، چې په هېوادکې جګړه د وسله والو طالبانوپه ګټه نه، بلکې د نورو هېوادونوپه ګټه ده.

د نوموړي په وينا، وسله وال طالبان بايد پر دې وپوهيږي،چې ددې جنګ ګټه دوی ته نه، بلکې نورو کسانوته رسېږي.

د غزني والي له وسله والوطالبانو وغوښتل ، د۲۰۱۳ کال په مراسموکې چې دکب د مياشتې په څلورمه نېټه ترسره کېږې دخپل ځان وياړ وبولي اوپه دې ورځ باندې له جنګ څخه لاس واخلي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې پر ياده ورځ د غزني خلک دې پرېږدي، چې دغه ورځ په يوه ارامه فضاکې ونمانځي.

خو نوموړي داهم وويل ، هېچا ته به اجازه ورنه کړي ، چې په دې ورځ ګډوډي رامنځته کړي.

غزني د ليبيا په  طرابلېس ښا رکې داسلامې هېوادونو د غونډې پر مهال په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي هېوادونو دپلازمېنې په توګه نومول شوى و، تېر کال يې لومړني مراسم ترسره شوي، خو لوى مراسم يې د کب په څلورمه ترسره کېږي .

بلخوا ددې ولايت چارواکي وايي، چې د کب د څلورمې مراسمو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني ښارپه ټولو سيمو کې امنيتي ځواکونه ځای پرځای شوي او هېڅ  شکمن تن ته به اجازه ورنه کړي ، چې  غزني ښار ته ننوځي.

هغه زياته کړه، هغو کسانو ته چې کارت ونه لري ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي .

زاهد وايي، چې وسله وال طالبان اوس د مخامخ جګړې توان نه لرې، بلکې اوس غواړي چې له نورو لارو خپلو موخو ته ځان ورسوي .

امنيه قوماندان وايي، چې د ښار په څلورو کمربندونوکې امنيتي ځواکونه ځای پرځای شوي  او له پوليسو يې وغوښتل چې د خلکو له ځورونې لاس واخلي.

د غزني والي پژواک ته وويل، چې په يادو مراسمو کې د ګډون لپاره د غزني شپږ زرو ښاريانو ته يې د ګډون کارتونه ورکړي دي.

د هغه په وينا، په ياده ورځ به د ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو وزيران او استازي د افغانستان د حکومت له مرکزي مشرانو سره يو ځاى ګډون کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.