کابل(پژواک،٢کب٩٢): د ننګرهار ولايت په لعلپوره ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې درې پاکستاني طالبان نيول شوي دي .
د لومړي نمبر سرحدي زون رئيس ارکان سمونوال محمد ايوب حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په لعلپوره ولسوالۍ کې تېره ورځ سرحدي پوليسو غوښتل ، چې د دې ولسوالۍ د فتح مېنې سيمې پوستې ته تجهيزات ولېږدوي ، چې د لارې په اوږدو کې وسله والو طالبانو پرې بريد وکړ .
د هغه په وينا، يادې نښتې شاوخوا يو نيم ساعت دوام وکړ ، چې په ترڅ کې يې درې پاکستاني وسله وال طالبان ونيول شول .
هغه وايي، چې له دې طالبانو څخه سرحدي پوليسو درې ميله کلاشينکوفونه، يو موټر سايکل او درې حلقي ماينونه هم ترلاسه کړي دي .
فتح مېنه د لعلپورې ولسوالۍ سرحدي سيمه ده ، چې د استوګنې له سيمو څخه لرې پرته ده .
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې نښتې په اړه څه نه دي ويلي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن