ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حزب اسلامي درېيمې ډلې له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړ

د حزب اسلامي درېيمې ډلې له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړ

author avatar
22 Feb 2014 - 18:56
د حزب اسلامي درېيمې ډلې له زلمي رسول څخه ملاتړ وکړ
author avatar
22 Feb 2014 - 18:56

کابل (پژواک، ٣ کب ٩٢): د حزب اسلامي درېيمې ډلې، چې ګڼ شمېر دولتي چارواکي په کې شتون لري، د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر زلمي رسول د ملاتړ اعلان وکړ.

په کابل کې د زلمي رسول د کمپاين له دفتره د کب په درېيمه، پژواک خبري اژانس ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د حزب اسلامي د شوراګانو او احزابو اتحاد د يوې غونډې په ترڅ کې، نن له ډاکټر زلمي رسول څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

سرچينې زياته کړې، په ټاکنو کې تر برياليتوب وروسته به دغه ډله د ښې حکومتوالۍ، حکومت جوړونې او خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې په ګډه کار کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ياد اتحاد غړي به په لويه غونډه کې خپل بشپړ ملاتړ له ډاکټر زلمي رسول څخه اعلان کړي.

که څه هم په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې په ياد اتحاد او د حزب اسلامي په ګوند کې کوم کسان شامل دي، خو يادې ډلې ته يوې نږدې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې د پکتيا والي جمعه خان همدرد، د پوهنې وزير ډاکټر غلام فاروق وردګ، د کرنې وزير اصف رحيمي، د حزب اسلامي متحده افغانستان مشر وحيدالله سباوون، د کانونو وزير محمد اکبر بارکزي، قاضي امين وقاد او يو شمېر نور کسان په کې شامل دي.

د يادونې وړ ده چې تېره مياشت د حزب اسلامي دغې ډلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان کړى و، چې دوى به هېڅکله د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ ونه کړي او ډېر ژر به له يوه بل کانديد څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.

د يادونې وړ ده، چې د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي بلې ډلې د ولسمشرۍ د کانديد قطب الدين د ملاتړ اعلان کړى دى.

خو د اقتصاد د وزير عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي بلې ډلې له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان کړى او ددغې ډلې غړى انجنير خان محمد د ډاکټر عبدالله لومړى مرستيال دى.

د يوه بل خبر له مخې، په اروزګان ولايت کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني د کمپاين دفتر نن پرانيستل شو.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې لسګونو قومي مشرانو او د اشرف غني د کمپاين مسوولينو برخه اخيستې وه.

په دې ولايت کې د ياد کمپاين د دفتر مسوول سيف الله د دې ولايت له ټولو اوسېدونکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې پراخه ګډون وکړي او ډاکټر اشرف غني ته رايه ورکړي.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.