ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې د پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

ميدان وردګو کې د پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
22 Feb 2014 - 15:57
ميدان وردګو کې د پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
22 Feb 2014 - 15:57

کابل (پژواک ٣ کب ٩٢): په ميدان وردګو ولايت کې د پوهنتون د جوړېدو د بنسټ ډبره د کب په ٣مه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

د دغه ولايت د والي وياند عطاءالله خوګياڼي پژواک خبري اژانس ته وويلت، چې دغه پوهنتون د سيداباد ولسوالۍ په ټوپ دښته سيمه کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې د دغه پوهنتون د بنسټ اېښودو په مراسمو کې والي عبدالمجيد خوګياڼي، د لوړو زده کړو وزارت استازو، په مشرانو او ولسي جرګو کې د دغه ولايت استازو، د ولايتي شورا غړو، د مدني ټولنو استازو، زده کړيالانو، قومي مشرانو او يو شمېر نورو ګډون کړى و.

د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي د خپلو خبرو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د پوهنتون د بنسټ ډبره اېښودل د ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د ميدان وردګو د اوسېدونکو لپاره يو تاريخي ګام وباله.

هغه زياته کړه: ((نن زما په ژوند کې تر ټولو تاريخي ورځ ده، چې په دغه ولايت کې د پوهنتون د جوړېدو د بنسټ ډبره ږدم.))

خوګياڼي دغه راز له ولسمشره، د لوړو زده کړو له وزارت، په ولسي او مشرانو جرګو او ولايتي شورا کې د دغه ولايت له استازو څخه مننه وکړه، چې د دغه پوهنتون د منظورۍ په چارو کې يې د ولايت له مقام سره يو ځای هلې ځلې کړې دي.

د والي په وينا، د ياد پوهنتون په اړه، چې دوه زره جريبه ځمکه ورته ځانګړې شوې، ولسمشر لارښوونه کړې چې بايد د يوه کال په موده کې جوړ او په راتلونکي کال کې ورته د زده کړيالانو د جذب پروسه پيل شي.

د لوړو زده کړو د وزارت سلاکار شېرباز ځدراڼ د خپلو خبرو پر مهال د دغه وزارت د وزير عبيدالله عبيد د مبارکۍ پيغام ولوست.

همدا راز نوموړي ژمنه وکړه، وزارت به يې هڅه وکړي دغه پوهنتون، چې د کابل–کندهار سړک ته څېرمه دی، په ښه او معياري بڼه جوړ کړي، څو د ټول هېواد محصلين په کې په ښه توګه زده کړې ترسره کړي.

په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو د خلکو استازي شېرولي وردګ د دغه پوهنتون بنسټ اېښودنه دغه ولايت ته د رڼا راتلو په معنا وبلله او له ټولو هغو کسانو يې مننه وکړه، چې په دې برخه کې يې هلې ځلې کړې دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاءالله خوګياڼى پرته له دې چې د دغه پوهنتون د لګـښت او جوړښت د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي، وايي، په لومړي سر کې به په دغه پوهنتون کې د کرنې، ښوونې او روزنې، اقتصاد او ادبياتو پوهنځي فعال شي.

بلخوا د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې په سيداباد ولسوالۍ کې د پوهنتون له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ.

د ولايتي شورا مرستيال حضرت جانان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې احتجاجي غونډه کې د ميدان ښار، نرخ، جلرېز، بهسودو او د دايميرداد ولسواليو شاوخوا څلورو سوو کسانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې تېر کال د والي، ولايتي شورا، ولسي جرګې د غړو او سولې شورا په ګډون د يوې لويې غوڼدې په ترڅ کې د پوهنتون پر جوړېدو مشوره وشوه او د قرعه کشۍ له مخې د پوهنتون لپاره د ميدان ښار نوم راووت.

نوموړى وايي، چې دوى له نورو ولسواليو سره تبعيض نه لري، خو دا چې هلته امنيت ښه نه دى، نو ښه به دا وي چې پوهنتون په ميدان ښار کې جوړ شي.

خو د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼى وايي، چې د پوهنتون لپاره ځاى د دغه ولايت د اوسېدونکو، قومي مشرانو او په ملي شورا کې د دغه ولايت د استازو په خوښه ټاکل شوى دى.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.