ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رايې ورکولو د ٢٤ نورو مرکزونو امنيت هم ټينګ شو

د رايې ورکولو د ٢٤ نورو مرکزونو امنيت هم ټينګ شو

author avatar
23 Feb 2014 - 18:56
د رايې ورکولو د ٢٤ نورو مرکزونو امنيت هم ټينګ شو
author avatar
23 Feb 2014 - 18:56

 کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): کورنيو چارو وزارت د رايې ورکولو د ٢٤ نورو نويو مرکزونو نوملړ، چې امنيتي ګواښ يې له منځه وړل شوى اعلان کړي او وايي چې اوسمهال د هېواد په کچه ٣٦٦ مرکزونه تړل شوي، خو هڅه کېږي چې ياد مرکزونه هم ډېر ژر پرانيزي.

 د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې تېره اونۍ ملي پوليسو د رايې ورکولومرکزونو د ګواښ له منځه وړلو او د امنيت ټينګولو په موخه ٦٠ ځلې عمليات تر سره کړي دي.

 هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٨٥ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٤٩ نور نيول شوي او دغه راز ډېره اندازه وسلې او مهمات هم ترې تر لاسه شوي دي.

 صديقي زياته کړه، چې د دغو عملياتو په پايله کې د ټولو ٣٩٠ تړل شويو مرکزونو له ډلې يې ٢٤ مرکزونه فعاله شوي، چې ١٦ مرکزونه يې د سرپل ولايت په ګوسفندي، سانچارک، سوزمه کلا او کوهستاناتو او اته نور مرکزونه يې د لغمان په دولت شاهي او اليشنګ ولسواليو کې شتون لري.

 نوموړي وويل: ” اوسمهال په ټول هېواد کې ٣٦٦ مرکزونه تړل شوي، خو هڅه کوو چې تر راتلونکو دوو اونيو پورې يو لړ نور عمليات هم پر لارې واچوو او دغه مرکزونه هم د خلکو په مرسته پرانيزو.”

 تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت، په بدخشان، غور او کاپيسا ولايتونو کې هم د رايې ورکولو د ٢٤ مرکزونو، د ګواښ له منځه وړلو خبر ورکړى و.

 له دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د رايې ورکولو له اوه زره څخه د زياتو مرکزونو نوملړ، کورنيو چارو وزارت ته د امنيت خوندي کولو په موخه سپارلى و.

 له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې د ټاکنو مبارزو له پيله تر دې مهاله په کابل او نورو ولايتونو کې له دوه سوه څخه ډېرې ټاکنيزې غونډې او ناستې تر سره شوې، چې امنيت يې د پوليسو له لوري نيول شوى دى.

 خو نوموړي، له دغه وزارت سره د ولسمشرۍ کانديدانو د ټاکنيزو دفترونو نه همغږي د اندېښنې وړ وبلله او ويې ويل، له بده مرغه د کورنيو چارو وزارت له ټينګار سره سره تر دې مهاله د کانديدانو د ټاکنيزو دفترونو د مهمو غړو نوملړ له پوليسو سره نه دى شريک شوى، تر څو د دوى د امنيت په ساتلو کې ښه اقدام وکړي.

 صديقي، ولايتونو ته د ولسمشر د کانديدانو د سفرونو په اړه وويل، موده وړاندې د کورنيو چارو وزارت ويلي و، چې که دغه کانديدان ولايتونو ته سفر کوي، نو پوليسو ته بايد ٤٨ ساعته وړاندې خبر ورکړي، تر څو د دوى د امنيت په ټينګولو کې مرسته وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند د همغږۍ د رامنځته کولو په اړه وويل، کانديدان بايد ٢٤ ساعته وړاندې پوليسو ته خبر ورکړي، تر څو پوليس د غونډو او ناستو پر مهال د دوى امنيت ټينګ کړي او کومه امنيتي ستونزه رامنځته نه شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.