ښرنه (پژواک ٤ کب ٩٢): د پکتيکا ولايت د ټاکنو کمېسيون يو شمېر مبلغين وايي، چې د دغه رياست مشرتابه د يو شمېر ناظمينو او مبلغينو د ترانسپورټ پيسې پټې کړې دي.
د ٦٥ په شمېر دغه ناظمين او مبلغين د روان لمريز کال په چنګاښ مياشتې کې د کارت اخيستو په اړه د عامه پوهاوي لپاره وګومارل شول او څلورنيمې مياشتې يې دغه دنده ترسره کړه.
د دغه ولايت د مټاخان ولسوالۍ ناظم، محمدفريد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ناظمينو ته له دېرش تر پنځه دېرش زره افغانيو پورې د لارې سفريه او کرايه منظوره شوې وه.
نوموړى زياتوي،د ياد ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر ورته يواځې معاش ورکړى، خو د ترانسپورټ پيسې يې نه دي ورکړي.
فريدوايي: ((د کمېسيون مشر زراب ګل يو شمېر ناظمينو او مبلغينو ته د ترانسپورټ نيمايي او يا هم کمې پيسې ورکړي، خو ځينو ته يې بېخي نه دي ورکړي.))
د دغه ولايت يو بل ناظم قلندر وايي، که يې حق ور نه کړل شي، لاريون به وکړي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته به مراجعه وکړي.
د ښرنې يو مبلغ علي محمد پژواک ته وويل، مبلغينو ته د تېرو څلورنيمو مياشتو لپاره د يوسلو او پنځه دېرش زره افغانۍ په شاوخوا کې د ترانسپورټ لپاره پيسې منظور شوې، خو کمېسيون ده ته يواځې پنځلس زره افغانۍ ورکړې دي.
نوموړي غوښتنه وکړه ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد ژر تر ژره د دې موضوع څېړنه وکړي او د پکتيکاناظمينو او مبلغينو ته خپل حقوق ورکړي.
د هغه په خبره: ((د پکتيکا له ۱۸ ناظمينو او ۳۷ مبلغينو څخه يې د کمېسيون مشر ډېرو ته د ترانسپورټ پيسې نه دي ورکړي او ځينو ته يې بيا ډېرې کمې ورکړې دي.))
له بلې خوا ځينې کسان تور پورې کوي، چې د ټاکنو کمېسيون اوس مهال هغه کسان د ناظمينو او مبلغينو په توګه ټاکلي، چې د خپلوۍ اړيکې ورسره لري او يا هم ورته د ځينو چارواکو له لوري ورمعرفي شوي دي.
د پکتيکاد ټاکنو دفتر يوې سرچينې، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل، د ناظمينو او مبلغينو د ترانسپورټ په نوم راغلې پيسې د کمېسيون مشر خپل جېب ته اچولې دي.
دې سرچينې وويل، د ټاکنو دفتر مشر يو شمېر کسانو ته د ترانسپورټ نيمايي پيسې ورکړي، خو ځينو ته يې بېخي نه دي ورکړې.
ومو غوښتل په دې اړه د پکتيکا د ټاکنو د مشر نظر واخلو، خو نوموړي پوليسو ته امر وکړ، چې کمېسيون ته د ورننوتونکو مخنيوى وکړي او هم مو د ټيلېفون له لارې کوم ځواب ترلاسه نه کړ.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون کمېشنرې شريفې زرمتۍ پژواک ته وويل، چې د پکتيکا د ناظمينو او مبلغينو دغه موضوع به د دارلانشا له مشر سره شريکه کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن