ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نجات ملي جبهې له اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ

نجات ملي جبهې له اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ

author avatar
24 Feb 2014 - 15:53
نجات ملي جبهې له اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ
author avatar
24 Feb 2014 - 15:53

  کابل(پژواک، ٥ کب ٩٢): د حضرت صبغت الله مجددي پر مشرۍ د  افغانستان د نجات ملي جبهې په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسشريزو ټاکنو له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د صبغت الله مجددي زوى او د افغانستان دنجات ملي جبهې د دارالانشاء رييس ډاکټر ذبيح الله مجددي په دې غونډه کې ، چې سلګونه کسان په کې راټول شوي وو، وويل چې ددې جبهې غړو د ولسمشرۍ رياست کانديدانو او د هغوى د پروګرامونو له کره مطالعې وروسته تصميم ونيو، چې خپل ملاتړ له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه اعلان کړي.

مجددي له حامدکرزي او حکومتي چارواکو څخه وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې بې طرفي رعايت او له خپلو قانوني مسووليتونو سره سم چلند وکړي.

 هغه  په بهرنيو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو ترڅنګ، په هېواد کې د نشه يي توکو توليد، جګړې او نور موضوعات  دهېواد دجدي ستونزو په توګه ياد کړل او ويې ويل، چې دغه جبهې ځکه له اشرف غني خپل ملاتړ اعلانوي، چې ددې ستونزو د حل لپاره مشخص پلانونه لري.

هغه زياته کړه، چې اوسمهال ايران او پاکستان په افغانستان کې د نفوذ کولو په حال کې دي او حتى د افغان خاورې د يوې برخې د نيولو هڅه کوي، چې که   مشخص پلان طرحه نه شي، نو دا حالت به لاپسې وغوړېږي.

د ولسشمرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني په دې غونډه کې د خبرو پرمهال وويل، چې له  دې څخه ددغې جبهې د ملاتړ معنى داده، چې  دولتي چارې د هغو اهل ته سپارل کېږي.

 هغه وويل:”که چېرته حامد کرزى سياسي قدرت د خلکو د رايو پربنسټ يوه بل کس ته وسپاري، نو نوم به يې د افغانستان په تاريخ کې په زرينو کرښو ليکلى وي.”

احمدزي په کونړ کې د ملي اردو قربانيانو ته په اشارې سره وويل:” پر ملي اردو هر بريد پر ملي ناموس بريد دى، نه يې منو، نه يې منو، نه يې منو.”

هغه زياته کړه: “افغان امنيتي ځواکونه د جهاد اصلي وارثان دي، هر څوک چې دوى ته درناوى ونه کړي، نو د افغانستان جهاد ته درناوى نه لري.”

 تېره ورځ سهار د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې دملي اردو ١٩ سرتېري د وسله والو مخالفينو په بريد کې ووژل شول.

د احمدزي په خبره، د کاميابۍ په صورت کې به هڅه وکړي، چې د هېواد امنيت د ځان په بيه ټينګ کړي.

 هغه همدارنګه ژمنه وکړه، چې په ټاکنو کې د برياليتوب په صورت کې به د مبارزينو او شهيدانو د وراثانو له ټولو حقونو څخه دفاع وکړي.

د راتلونکي کال په ټاکنو کې عبدالرشيد دوستم د اشرف غني احمدزي لومړى او سرور دانش دويم مرستيال دى.

د ويلو ده، چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته ١١ تنو خپل ځانونه کانديد کړي دي.

د راتلونکي کال د وري مياشتې د ١٦ نېټې ټاکنو کمپاينونه د سلواغې مياشتې په ١٣مه پيل شوي  او ټاکل شوې، چې د راتلونکي کال د وري مياشتې تر ١٣مې نېټې پورې دوام ولري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.