ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: د سولې او امنيت راوستو لپاره هر ډول قربانۍ ته تيار يم

author avatar
26 Feb 2014 - 17:06
author avatar
26 Feb 2014 - 17:06

لښکرګاه (پژواک ٧ کب ٩٢): ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند اشرف غني احمدزى وايي، د حکومت لومړى کار به يې د سولې پروسې او د امنيت د ټنګښت لپاره عملي هڅې وي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي دغه څرګندونې د کب په ٧مه د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې خپلو زرګونو پلويانو ته د يوې غونډې پر مهال وکړې.

دا غونډه د لښكرګاه ښار د كرزي په لوبغالي كې جوړه شوې وه، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزى زرګونو پلويانو په کې برخه اخيستې وه.

احمدزي په دې غونډه کې وويل: ((د سولې او امنيت لپاره هر ډول قربانۍ ته تيار يم، تاسې پر ما باور وكړئ، زما مشري به د خلكو په لاس جوړه شي او رښتينې مشري وي، هېڅ روابط به نه وي، د وړتيا له مخې به دندې پر مخ وړل كېږي.))

اشرف غني له خپلو پلويانو سره ژمنه وکړه، چې د برياليتوب په صورت کې به د اداري فساد د مخنيوي تر څنګ د ښه عدلي نظام او ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

هغه وويل، چې په افغانستان کې به د ديني او عصري زده كړو داسې کړنلاره جوړه کړي، چې افغانان اړ نه شي، څو نورو هېوادونو ته د ديني او نورو زده کړو لپاره ولاړ شي.

احمدزي وويل: ((كجكي بند د جوړولو لپاره به ډېره پاملرنه وکړم، د هلمند او نورو ولايتونو هغه، پنبه او مالوچ چې اوس په ګودامونو كې دي، هغو ته به بازار پيدا كوم.))

نوموړي په دې غونډه کې خپلو پلويانو ته خپله اقتصادي تګلاره هم واضح کړ ه، چې ډېر موارد يې پر پرمختيايي پروګرامونو، زيربنايي پروژو او کانونو راڅرخېدل.

ډاكټر احمدزي وويل: ((ښځو ته به د اسلام په چوكاټ كې ټول حقونه وركول كېږي، د رايې ورکولو حق، د زده كړې حق او په دفتر كې د كار حق.))

ده د خپلې وينا پر مهال د كونړ په پېښه کې د ملي اردو د وژل شوو سرتېرو يادونه وكړه او زياته يې كړه چې د دغو سرتېرو د قربانيو له امله افغانان خوندي ژوند کوي.

د دې غونډې پر مهال د نوموړي د کمپاين يوه مسوول او د ولسي جرګې غړي عبدالظاهر قدير له خلکو هيله وکړه، چې اشرف غني ته رايه ورکړي او د هغه په وينا، د يوه ښه حکومت په رامنځ ته کولو کې ورسره مرسته وکړي.

هغه د ټاکنو له کمېسيونه د بې پرېتوب غوښتنه هم وکړه.

د هلمند يوه قومي مشر حاجي شاه اغا په خپلو خبرو كې وويل، هلمنديان پوهېدلي چې په ټاکنو کې د داسې چا ملاتړ وکړي، چې کولاى شي يو ښه حکومت رامنځته کړي.

د ده په خبره: ((د هلمند خلک سوله غواړي، امنيت غواړي او د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د خلكو په څېر د خپل دين او كلتور په چوکاټ کې هوسا ژوند غواړي.))

د يادولو ده، په هلمند كې دا لومړۍ غونډه ده، چې د ولسمشرۍ يو کانديد برخه په کې اخلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.