ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو په سکتور کې يو ميليون کاري زمينې برابرېداى شي

د کانونو په سکتور کې يو ميليون کاري زمينې برابرېداى شي

author avatar
26 Feb 2014 - 11:51
د کانونو په سکتور کې يو ميليون کاري زمينې برابرېداى شي
author avatar
26 Feb 2014 - 11:51

کابل (پژواک ٧ کب ٩٢): د کانونو او پيټروليم پخوانى وزير ابراهيم عادل وايي، چې افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې شا ته پاتې دى، خو که چېرې له دغه سکتور څخه سمه ګټه واخيستل شي، نو په راتلونکو شلو کلونو کې پر ځان بسيا کېدلى شي.

د يادونې ده چې ابراهيم عادل له ٨١ نه تر ٨٤ کال پورې د کانونو وزارت د څېړنو د عمومي رييس او له ٨٤ نه تر ١٣٨٥ کال پورې د دغه وزارت د مرستيال او له ١٣٨٥ نه تر ١٣٨٨ کال پورې د دغه وزارت د وزير په توګه پاتې شوى دى.

د ده په خبره، کله چې ده د کانونو وزارت د مرستيال او وروسته بيا د وزير په توګه کار کاوه، نو دا تشه يې درک کړه او ويې کولاى شواى چې د افغانستان د کانونو قانون مسوده د امريکايي، اروپايي او نړيوال بانک د سلاکارانو په مرسته ترتيب کړي، چې اوسمهال همدا مرعى الاجرا قانون دى.

بايد ووايو، چې د کانونو قانون پر نوې مسوده بحث د ١٣٩١ لمريز کال د چنګاښ مياشتې په ٣٠ مه په ولسي جرګه کې ترسره شو، خو ياده مسوده د ولسي جرګې له خوا د رايو په غوڅ اکثريت رد شوه، چې وروسته بيا د ولسمشر له خوا د يوه تقنيني فرمان په توګه د دې مسودې د توشېح په اړه اندېښنې څرګندې شوې.

ابراهيم عادل له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د کانونو قانون اوسنۍ مسوده، چې د هېواد په ملي شورا کې پرې بحث روان دى، نيمګړې بولي او پر دې نظر دى، چې دا مسوده د داسې کسانو له خوا ترتيب شوې، چې نه د قانون او نه هم د کانونو په برخه کې معلومات لري.

ابراهيم عادل همدارنګه ټينګار وکړ، چې د افغانستان د کانونو په اوسني قانون کې دې لاسوهنه نه کېږي.

هغه ټينګار وکړ، چې د افغانستان د کانونو اوسنى قانون د ايران، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان د کانونو تر قوانينو غوره دى او حتى د اروپايي هېوادونو په کچه دى، اړينه ده چې دغه قانون د کانونو وزارت د متخصصينو په لاس پلى شي.

د هېواد کانونو پخواني وزير زياته کړه: ((له بده مرغه چې زما او متخصص ټېم په زياتو هلو ځلو دا مسوده راغله، وزيرانو شورا پاس کړه، بيا پارلمان ته راغله، خو اوس نه پوهېږم چې په کوم موقعيت کې ده.))

ابراهيم عادل په دې نظر دى، چې که چېرې د کانونو قانون نوې مسوده تصويب او توشېح شي، نو امکان لري، چې د افغانستان وضعيت هم د امريکا او سوېلي افريقا په څېر شي.

د کانونو دغه پخوانى وزير پر دې باور دى، چې که چېرې د افغانستان کانونه په سم ډول استخراج نه شي، نو هغه افتونه چې پر افريقا راغلي پر افغانستان هم راتلونکي دي؛ ځکه چې په خبره يې:”څه چې له ناورين او ناتار روغ پاتې دي، يواځې کانونه يې ګڼلى شو، دا هم له منځه ځي او هغه وخت به بيا موږ او تاسې د نږدې او لرې هېوادونو عام او تام نوکران وو.”

د ابراهم عادل له نظره، دا چې نن افغانستان له دا ډول مصيبت سره لاس او ګرېوان دى، همدا دى چې افغانستان زيات کانونه او ډېر ښه موقعيت لري او همدا چاره د دې لامل شوې، چې افغانستان خپله ارامي له لاسه ورکړي.

هغه زياته کړه، چې ياد لاملونه له کانونو څخه د سمې او موثرې استفادې په برخه کې لومړني موانع دي او د دې لامل شوي، چې له کانونو څخه په واقعي ډول د افغانستان د خلکو په ګټه کار وانه خيستل شي.

د کانونو او پيټروليم د دغه پخواني وزير په باور، چې يو شمېر مافيايي او د بهرنيو هېوادونو کړۍ د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د کانونو په پروسه کې کار کوي، خو اړوند چارواکي دا موضوع نه شي درک کولى.

عادل په داسې حال کې، چې يادې مافيايي کړۍ يې مشخصې نه کړې، خو د اړوندو چارواکو په اړه يې وويل: ((دوى يواځې دې ته خوښ دي، چې څو ډالره تنخوا اخلو، هر وخت چې د يوه هېواد وګړي ملي احساس ونه لري، نو د هغه هېواد او خلکو ژوند سوکالۍ ته نه رسېږي.))

نوموړى په دې نظر دى چې بهرنۍ لاسوهنې د افغانستان د کانونو څخه د دولتي د نه ګټه اخيستنې له عمده لاملونو څخه دي، چې د امنيت او خلکو ته له ذهنيت ورکولو سره تړاو لري.

د هېواد د کانونو د غه پخواني وزير د خصوصي کورني او بهرني سکتور له خوا د افغانستان د کاني زېرمو د سروې، اکتشاف او زېرمو د تثبيت پر کار نيوکه کوي او په دې نظر دى، چې دکانونو وزارت بايد د کانونو د سروې او اکتشاف لپاره ځانګړې بوديجه ولري.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد تېل، ګاز او نور کانونه په خپله اکتشاف کړو، زېرمې يې تثبيت کړو او همدا چې زېرمې تثپيت شوې، نو يا دې دولت په کې پانګونه وکړي او يا يې دې هم د پانګونې کورني او بهرني سکتور ته ورکړي.))

د ده په اند که چېرې دغه کار ونه شي، نو د اوس په څېر به افغانان وريجې له يوه هېواد او جامې له بل هېواد واردوي؛ د تل لپاره به همداسې اړ پاتې وي او هېڅ پرمختګ به ونه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې کانونه بېلابېل ډولونه لري، بايد د ځينو ډولونو د استخراج په اړه يې لکه د ډبرو سکرو او کرومايت په برخو کې يو څه بېړه وشي.

د ده په خبره، د ډبرو سکرو او کرومايت په برخه کې بېړه بايد له دې امله وي، چې استخراج يې اسانه دى، کيندنه يې خلکو له خوا پر خپل سر کېږي او بهر ته په قاچاق وړل کېږي.

نوموړى د دې ډول کانونو په استخراج کې د ځنډ د ګواښونو په اړ ه وويل، چې که يو ځل کانونه تخريب شول، نو بيا رغونه يې ګرانه ده، د بېلګې په ډول که چېرې د ډبرو سکرو يو ځل اور واخيست، نو د لسګونو او سلګونو کلونو لپاره سوځي.

نوموړي همدارنګه د کانونو پر فني او مسلکي استخراج ټينګار وکړ.

عادل د بېلګې په ډول وويل، چې مرمر ډېرې کمې پيدا (نادرې) ډبرې دي، که سم کار ترې وا نه خيستل شي او په استخراج کې يې دقت ونه شي، نو درز کوي او هغه ډبرې چې ارزښت يې يو ميليون ډالر وي، نو يو ميليون افغانيو ته را لوېږي.

خو د ابراهيم عادل له نظره، د افغانستان اساسي زېرمې له تېلو، ګازو او و سپنې څخه عبارت دي، دغه کانونه نه تخريبېږي او نه له منځه ځي خو د تخريب لاملونه يې ناسم قراردادونه دي.

د افغانستان د کانونو او پيټروليم وزارت دغه پخواني وزير د دې په اړه چې ايا د افغانستان د کانونو د فني او مسلکي استخراج لپاره څومره پانګونې ته اړتيا ده؟ وويل: ((لومړى بايد وپوهېږو چې څو زېرمې لرو، په کومه اندازه او څه ډول بايد پانګونه پرې وشي.))

عادل پر دې نظر دى، چې که چېرې دولت خپله د هېواد د ټولو کانونو د استخراج نيت ولري، نو زياتو پيسو ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه: ((غوره ده، چې دولت د اکتشاف پړاو خپله ترسره کړي، د زېرمې تثبيت وکړي، په خلاصو سترګو او د کاني توکو پر ارزښت او اندازه ځان پوه کړي او وروسته يې دې قرارداد ته وسپاري.))

عادل زياته کړه، چې دولت د اکتشاف او د زېرمو د تثبيت له پړاو وروسته کولى شي چې قرارداد وکړي، څو هم ترې کمپنۍ کار واخلي، هم خلک او هم د دولت خزانې ته يوه اندازې پيسې ورشي.

د ده په خبره، له کانونو څخه د سمې ګټې اخيستنې په صورت کې افغانستان په راتلونکو شلو کلونو کې يواځې د کانونو له کورنيو عوايدو څخه پر ځان بسيا کېدلى شي.

نوموړي وويل، چې قوماندانان، زورواکي او هغه کسان چې په دولت کې مخکښ دي، تر ډېره د کاني توکو او کانونو په غير قانوني استخراج کې ښکېل دي.

د ده په خبره، د افغانستان زمرد او لاجورد له ډېر وخت راهيسې د فليپين، هند او ټاليند غوندې بهرنيو هېوادونو ته د پاکستان له لارې قاچاق کېږي.

هغه پر دې باور دى، چې پنځه زره کاله وړاندې د مصر په اهرامونو کې د افغانستان لاجورد موجود وو، دا خپله د قاچاق پايله وه، خو په هغه کچه نه چې نن ده.

عادل پر دې نظر دى، چې د اوسني دولت له تشکيل وړاندې، پاکستان د افغانستان د کانونو په قاچاق کې خلاص لاس درلود، د کرومايت ډبرې تر ډېره دوى وړلې او اوس يې هم وړي.

نوموړي وويل: ((د کانونو د قاچاق په برخه کې عمده لامل جګړه ده، هغه کسان چې په جګړه کې يې رول درلود، لا هم رول لري، پيسې او زور لري، نو دوى همدا کار کوي.))

عادل، چې د کانونو وزارت د مرستيال او بيا يې د وزير په توګه دنده اجرا کړې، زياتوي، د وزارت د تصدۍ پست پر مهال يې په کابل کې يو بازارګى جوړ کړى و، چې خلکو به ګران بيه ډبرې لکه لاجورد او نور له پنجشېر، نورستان، لغمان او يا هم له کونړ څخه راوړې او هلته يې پلورلې، د دولت حق يې هم ترې اخيست او دغه کار د کانونو قاچاق د مخنيوي په برخه کې خپل اغېز درلود.

هغه زياته کړه: (( خو اوس نه پوهېږم چې له ما وروسته څه کېږي.))

د کانونو له دغه پخواني وزير څخه پوښتنه وشوه، چې د وزارت پست د تصدۍ پر مهال د ده کومو وړانديزونه د کانونو وضعيت د ښه والي په برخه کې عملي نه شول؟ عادل په ځواب کې څرګنده کړه، چې ده د کابينو په غونډو او له ولسمشر سره په شخصي ناستو کې د کانونو وضعيت د ښه والي لپاره وړانديزونه کړي دي، چې عملي نه شول.

عادل زياته کړه: ((په يواځې ډول مې ولسمشر ته وويل، چې د دوو يا دريو کلونو لپاره ٥٠٠ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده، چې موږ د کېدنې دستګاوې واخلو، اکتشاف او د زېرمو تثبيت وکړو.))

عادل په دې اړه چې په هېواد کې د کانونو استخراج د زمينې په مساعدو سره به څو سلنه هېوادوالو ته دندې پيدا شي؟ وويل: ((موږ د خپلو ٩٦ سلنه جامدو کانونو په اړه نه پوهېږي، د تېلو او ګازو په اړه هم ٨٠ سلنه نه پوهېږو، دا بايد د زېرمو تثبيت وکړو، بيا هغه وخت پوهېږو، چې هلته څو کسان په کار دي.))

عادل وويل، په ټوليز ډول ويلى شم، چې که چېرې د کانونو وزارت پر پښو ودرېږي، نو په مستقيم او غير مستقيم ډول کولى شي، چې لږ تر لږه يو ميليون کسانو ته دنده پيدا کړي.

د ده په خبره، کولى شو دغه کاري فرصتونه خپله په مستقيم ډول په کانونو وزارت کې د اکتشاف او همدارنګه په فابريکو، انتقالاتو او ان ترانسپورټېشن او نورو صنايعو کې د دغه صنعت له برکته پيدا کړو.

ابراهيم عادل د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د افغانستان د کانونو د رڼه او سم استخراج د مديريت په اړه څه نظر لرئ؟ وويل چې ده د وزارت پست د تصدۍ پر مهال د هېواد له کانونو څخه د ګټې اخيستنې مقرره جوړه کړه، د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوه، خو تر اوسه نه ده چاپ شوې، څو د وزارت متخصصين ترې کار واخلي.

د ده په خبره، دا په داسې حال کې ده، چې مقرره په اصل کې د هرې مادې شرحه ده او تر څو چې مقرره نه وي، د کانون مواد نه شي پلي کېدى.

دغه پخواني وزير زياته کړه، چې په کانونو وزارت کې، د تېلو او ګازو د استخراج، سروې او ځمکې پېژندنې په برخو کې لږ تر لږه ٣٠ افغان متخصصين شته او بايد له هغوى څخه اعظمي او سم کار واخيستل شي، چې د ده په نظر تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

د نوموړي په وينا، که چېرې کار بهرنيانو ته ورکړل شي او په ورته وخت کې هر يوه ته ٤٠ يا ٥٠ زره ډالر تنخوا ورکړل شي، نو په دې صورت کې که ټول کانونه هم وپلورل شي، نو د دوى د تنخواوو لپاره بسنه نه کوي.

عادل په دې باور دى، چې بهرنيان د افغانستان د کانونو په اړه زړه سوى نه لري.

د ده په خبره: ((حتى خپله زموږ هغه افغانان هم موثر نه دي، چې بهرنى تابعيت لري او ځاى ځايګى يې په بهر کې دى.))

د ده په خبره، افغانستان دغو کسانو ته يواځې د پيسو او پانګې ګټلو ځاى دى، څو په بهر کې يې وکاروي.

نوموړي ټينګار وکړ، تر څو چې د افغانستان ځورېدلي او مظلوم خلک زحمت ونه کاږي او افغانستان اباد نه کړي، نو وضعيت به په همدې ډول پاتې وي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.