ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو او ايساف دفاع وزيرانو د افغانستان په اړه خبرې پيل کړې

د ناټو او ايساف دفاع وزيرانو د افغانستان په اړه خبرې پيل کړې

author avatar
27 Feb 2014 - 09:42
د ناټو او ايساف دفاع وزيرانو د افغانستان په اړه خبرې پيل کړې
author avatar
27 Feb 2014 - 09:42

بروکسل ( پژواک، ٨ کب ٩٢ ) : د ناټو او ايساف ددفاع وزيران نن په بروکسل کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په وروستۍ ورځ د افغانستان په اړه ځانګړې خبرې کوي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه پرون پيل او ټاکل شوې ده، چې نن په دويمه ورځ د ايساف او ناټو ددفاع وزيران دافغانستان په اړه خبرې وکړي.

پرون د غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو ددفاع وزيرانو ددغه سازمان پر دفاعي وړتياوو او اړتياوو خبرې وکړې.

د ناټو سرچينې وايي، چې د نن ورځې په غونډه کې به د ناټو اړوند د ٢٨ هېوادونو ددفاع وزيرانو سره د ايساف د٢٢ غړيو هېوادونو ددفاع وزيران، په افغانستان کې دايساف لوى قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ او دافغانستان دفاع وزير بسم الله محمدي هم ګډون وکړي.

د ناټو يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې په دې غونډه کې به تر ٢٠١٤ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت، دافغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي سند، افغان ټاکنو او دافغانستان د ملي ځواکونو د وړتياوو په اړه خبرې وشي .

د ناټو سازمان ويانده اوانا لونګيسکو Oana Lungescu دکب په ٧مه،په بروکسل کې خبريالانو ته وويل، چې په دويمه ورځ د ناټو دفاع وزيرانو سره د ايساف ددفاع وزيران هم يو ځاى کېږي او په ګډه سره به دافغانستان پر موضوع خبرې وکړي .

ددغې غونډې د پوښښ لپاره له افغانستان څخه د پژواک خبري اژانس په ګډون ديو شمېر رسنيو ژورنالېستان بروکسل کې دي.

د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن پرون ددې غونډې په لومړۍ ورځ وويل ، چې که   دکابل او واشنګټن ترمنځ پر امنيتي سند لاسليک ونه شو، نو د ناټو او افغانستان ترمنځ د صوفه تړون لاسليک هم ناشونی دی.

د ناټو سرمنشي وويل : (( کله چې دا دواړه سندونه لاسليک نه شي، نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د ناټو هېڅ سرتېری پاتې نه شي.))

راسموسن وايي، چې  د ټولو سرتېرو ويستل ددوی خوښه نه ده، خو حقايقو ته په کتلو سره، چې دافغان لوري د امنيتي سند د نه لاسليکولو په صورت کې دوی اړ دي ، چې د راتلونکي لپاره خپل پلانونه جوړ کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.