ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: هيڅکله به د خلکو پر برخليک د تقلب حاکمېدو ته اجازه ورنکړو

عبدالله: هيڅکله به د خلکو پر برخليک د تقلب حاکمېدو ته اجازه ورنکړو

author avatar
27 Feb 2014 - 18:29
عبدالله: هيڅکله به د خلکو پر برخليک د تقلب حاکمېدو ته اجازه ورنکړو
author avatar
27 Feb 2014 - 18:29

 کابل (پژواک ٨ کب ٩٢): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله، حکومت د جرګو په رابللو سره په ټاکنو کې پر لاسوهنې تورنوي او وايي، چې هيڅکله به د افغانانو په برخليکونو د درغلۍ حاکمېدو ته اجازه ورنکړي.

 دغه کانديد نن د کابل په ورزشي لوبغالي کې د يوې غونډې په ترڅ کې، چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړى درلود وويل، چې ارګ د هغه د ټاکنيز ټيم له برياليتوب اندېښمن دى.

ډاکټر عبدالله زياته کړه،، چې له همدې امله ارګ جرګې رابولي او له دې لارې په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنه کول غواړي.

 خو نوموړي زياته کړه: ” موږ هيڅکله د دې اجازه نه ورکوو، چې په ټاکنو کې د ملت پر برخليک تقلب حاکم شي او که له هرې لارې وي، نو مخه يې نيسم.”

 د ډاکټر عبدالله په وينا، حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو له ځينو کانديدانو سره ژمنه کړې وه، چې له دوى به ملاتړ وکړي، خو دا چې اوس پر خپلې ژمنې نه دى ولاړ نو د ځينو کانديدانو د اندېښنې وړ ګرځېدلې.

 دغه کانديد د دې خبرې په څرګندولو سره، چى دى خپل ځانته واک نه غواړي، بلکې د افغانانو لپاره يې غواړي او له خلکو يې وغوښتل، چې د راتلونکي پسرلي په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او پسرلى د خپلې رايې په کارونې سره زرغون کړي.

 د ډاکټر عبدالله د ټيم غړو او ملاتړکوونکو د درغلۍ په اړه “رقيب نه لرو او زموږ يواځينى رقيب درغلي ده” شعارونه ورکول.

 د ډاکټر عبدالله لومړي مرستيال انجنير محمد خان هم په دغه غونډه کې وويل، ولسمشر څو ځلې ويلي، چې په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي، خو په دې وروستيو کې ارګ د ټاکنيزو سياليو او هڅو يوه وسيله ګرحېدلى دى.

 هغه زياته کړه، چې دولت بايد له دا ډول لاسوهنې لاس واخلي او خلک پريږدي، تر څو د سياسي خوځښت له لارې خپل برخليک وټاکي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستيو کې د هېواد د ٣٤ ولايتونو ١٧٠ مشران او ځينې دولتي کسان په کابل کې سره راټول شوي او د عبدالقيوم کرزي او زلمي رسول د ټاکنيزو ټکټونو د يو ځاى کولو لپاره هڅې کوي.

 د ډاکټر عبدالله دويم مرستيال محمد محقق وويل، چې خلک له دوى سره د نورو درغليو کولو حوصله نه لري او د بدلون او سمون هوډ يې کړى دى.

 د بدلون او سمون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې هم، چې له ٤١ مدني بنسټونو او سازمانونو څخه جوړه شوې، دوه ورځې وړاندې د يوې غونډې په جوړولو سره حکومت د جرګو په رابللو سره راتلونکو ټاکنو کې پر لاسوهنې تورن کړ او ګواښ يې وکړه، چې که لاسوهنه بنده نه شي نو ټاکنې به د کړکېچ پر لوري ولاړې شي.

 خو ولسمشر کرزي، په ټاکنو کې همېشه پر خپلې او د دولتي بنسټونو پر بې پلوۍ ټينګار کړى او له هغوى څخه يې په کلکه غوښتي، چې له خپل واک څخه په ګټې د کوم کانديد په زيان او يا ګټه کار ونه کړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.