ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د هلمند د امنيه قوماندانۍ يو استخباراتي مامور وواژه

وسله والو د هلمند د امنيه قوماندانۍ يو استخباراتي مامور وواژه

author avatar
27 Feb 2014 - 11:42
وسله والو د هلمند د امنيه قوماندانۍ يو استخباراتي مامور وواژه
author avatar
27 Feb 2014 - 11:42

لښکرګاه(پژواک،٨کب٩٢):وسله والو طالبانو په هلمند کې ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ يو    استخباراتي مامور پر ډزو سره وواژه او يو بل يې ټپي کړ.

د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمونوال عبدالاحد چوپان د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره ماښام ناوخته رامنځ ته شوې ده.

چوپان وايي، وژل شوى استخباراتي مامور حميد الله نومېده، چې د لښکرګاه ښار، ښاروالۍ ته څېرمه پرې بريد شوى دى.

هغه وايي، په ياده پېښه کې ټپي شوى تن هم د امنيه  قوماندانۍ کارکوونکى دى.

وسله والو طالبانو ددغه پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي، چې د هلمند د امنيه قوماندانۍ دوه استخباراتي مامورين يې پر ډزو سره وژلي دي.

په دې وروستيو کې په هملند کې د وسله والو طالبانو او ناپېژاندو جنګياليو له لوري دغسې غلچکي بريدونه زيات شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍد مطبوعاتو امر وايي، ځايي پوليسو ددغو پېښو د مخنيوي لپاره هڅه زياتې کړې دي.

عبدالاحد چوپان وايي:(( تېره ورځ د حميد په نامه يو وسله وال طالب، چې د يوه پوليس د په نښه کولو هوډ يې درلود ونيول شو ، له هغه سره يوه تومانچه هم نيول شوې او څېړنې ترې روانې دي.))

دا په داسې حال کې ده ، چې  په روانه اوونۍ کې په دغه ولايت کې دوه داسې پېښې وشوې، چې په کې دوه   ملکي وګړي د ناپېژانده وسله والو له لوري ووژل شول.

په دغو وژل شويو کې يو تن يې د هلمند د کارګرو  ټولنې مشر و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.