کابل ( پژواک، ٨ کب ٩٢ ) : دامريکا لوى درستيز ادعا کوي، چې د امنيتي سند په لاسليک کې ځنډ د افغانستان راتلونکي ته زيان رسوي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون دافغانستان د پروان ولايت په بګرام کې چېرته چې د امريکا تر ټولو لويه نظامي اډه ده، ديوې غونډې پر مهال کړې دي.
دامريکا لوى درستيز جنرال ډيمپسي له خپلو پوځي قوماندانانو سره د خبرو او ليدنو لپاره پرون په يوه ورځني سفر افغانستان ته راغلى و.
دامريکا ددفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر وروسته له هغه ترسره شو، چې ولسمشر بارک اوباما دفاع وزارت ته امر وکړ، چې د امنيتي سند د نه لاسليک په صورت کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د ټولو سرتېرو د ويستلو لپاره پلانونه جوړ کړي.
سرچينې زياته کړې، په بګرام کې سرتېرو او قوماندانانو ته پخپله وينا کې جنرال ډيمپسي وويل ، چې خپلو پوځي کارونو ته زياته پاملرنه وکړي او دراتلونکي لپاره دې هېڅ اندېښنه نه لري.
هغه زياته کړه، چې اوس هم په افغانستان کې ډېر کارونه شته ، چې دوى يې بايد سږکال وکړي او اجازه نه ورکوي ، چې د راتلونکي کال پريشانۍ يې اندېښمن کړي.
د نوموړي په وينا، له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو د اوازو د اغېز په اړه اندېښنه لري.
خو ده زياته کړه : (( دا دښمن ته ګټه لري او فکر کوم په يو نه يو ډول يې هڅوي، استخباراتي معلومات دا خبره تاييدوي.))
د امريکا د متحدو ايالتونو لوي درستيز همداراز وويل، چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د حضور په اړه د غيريقيني حالت دوام ممکن د افغانستان په ځينو برخو کې افغان امنيتي ځواکونه له خپلو ژمنو لاس اخيستو ته وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده، چې سپينې ماڼۍ ټينګار کړى، چې که افغانستان امنيتي موافقه لاسليک نه کړي د روان کال د دسمبر له يو دېرشمې وروسته به په افغانستان کې هيڅ سرتېرى پرېنږدي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن