ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات خبريالانو تحصن پاى ته ورسېد

د هرات خبريالانو تحصن پاى ته ورسېد

author avatar
28 Feb 2014 - 10:37
د هرات خبريالانو تحصن پاى ته ورسېد
author avatar
28 Feb 2014 - 10:37

کابل(پژواک،٩ کب ٩٢): د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي، چې د هرات د خبريالانو تحصن وروسته له هغه پاى ته ورسېد چې د دې ولايت د عامې روغتيا رييس د ځينو ډاکټرانو د ناسم چلند له امله بښنه وغوښته.

د هرات خبريالانو تېره ورځ وروسته له هغه پر تحصن لاس پورې کړ، چې ځينو ډاکټرانو يو خبريال   ته توهين وکړ او ويې واهه.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې عمل په غبرګون کې  په هرات کې خبريالانو او د هغوى د مدافع بنسټونو چارواکو تېره ورځ د والي د دفتر مخ ته خېمه ودروله او په تحصن يې پيل کړ.

سرچينه ليکي، چې په پايله کې د هرات د عامې روغتيا رييس غلام سعيد راشد تحصن کوونکو ته ورغى او د ډاکټرانو په استازيتوب يې له خبريالانو بښنه وغوښته.

دغه راز سرچينه زياتوي،چې د هرات څارنوالۍ رييس ماريا بشير له خبريالانو سره ژمنه وکړه، چې ياده موضوع به له قانوني لارو تعقيب کړي.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه ليکي، چې معترضو خبريالانو د هغو ډاکترانو نوملړ چې خبريالانو ته يې توهين کړى، د څارنوالۍ رييس او مسوولو چارواکو ته وسپاره او تحصن تېره ورځ له څو ساعتو وروسته پاى ته ورسېد.

په خبرپاڼه کې راغلي: ” د خبريالانو د مصوونيت کمېټه د عامې روغتيا د رييس او ددې ولايت د چاراکو دغه اخلاقي شجاعت ستايي او هيله لري چې هغوى له خبريالانو سره د همکارۍ او د يادې موضوع د څېړلو په برخه کې پر خپلو ژمنو وفا وکړي.”  

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.