کندهار ښار (پژواک ١٠ کب ٩٢): په زابل ولايت کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد ١٤ وسله وال وژلي دي.
په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قو اردو له خوا د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات تېره ورځ د زابل ولايت په داى چوپان ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې ځواکونو يې د چمتو (٢) تر نوم لاندې په ياده سيمه کې عمليات پيل کړي، چې په ترڅ کې يې يو شمېر کلي له وسله والو پاک شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملياتو پر مهال د بهرنيو همکارانو له خوا د دايچوپان ولسوالۍ د کمال خان په کلي کې پر وسله والو هوايي بريدونه شوي چې په پايله کې يې ١٤ وسله وال وژل شوي دي.
د ملي اردو سرچينې وايي، چې په دغو عملياتو کې له وسله والو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او ماينونه هم ترلاسه شوي دي.
وسله والو طابانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن