کابل (پژواک ١٠ کب ٩٢): د افغانستان د کارګرو ملي ټولنې د يوه لاريون په ترڅ کې د هلمند ولايت د کارګرانو د ټولنې مشر او په کونړ کې د ملي اردو د سرتېرو وژنه غندلې او د دوى خپلوانو ته يې د مرستې غوښتنه کړې ده.
نن په کابل ښار کې د کارګرانو ټولنې په چوکاټ کې د دولتي برخې او خصوصي سکټور فابريکو سلګونو کارکوونکو لاريون وکړ او له دولته يې وغوښتل، چې د دې پزښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشر محمد معروف قادري، د دغه لاريون موخه د پوځي او ملکي وګړو پر وژنې خواشيني په ګوته کړه او له دولته يې وغوښتل، چې امنيتي ځواکونه دې ښه وروزي او د افغانانو د دوست او دښمن ترمنځ دې توپير وکړي.
هغه د ټولنې غړو په استازيتوب له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د غازي اباد پېښې د قربانيانو کورنيو ته دې يو يو اپارتمان ورکړي، ترڅو د هغوى بچيان بې سرپناه نه وي.
د ملي اردو ٢١ سرتېرو تېره اونۍ د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ژوند له لاسه ورکړ.
قادري د هلمند ولايت د کارګرانو ټولنې مشر د وژل کېدو په اړه وويل: “موږ پرېکړه کړې، چې زموږ ټولنې ته يو راکړل شوى اپارتمان، د هلمند د کارګرانو ټولنې د پخواني مشر کورنۍ ته ورکړو.”
د هلمند د کارګرانو مشر خداى مير تېره اونۍ، د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.
نوموړي له وسله والو مخالفينو هم غوښتنه وکړه، چې ملکي وګړو ته دې زيان نه رسوي.
د کارګرانو ملي ټولنې په خپل پرېکړه ليک کې له دولته غوښتي، چې په دې اړه دې د هېواد امنيتي ارګانونو ته لارښوونې وشي، ترڅو له دا ډول وژنو مخه ونيول شي.
په پرېکړه ليک کې له عدلي او قضايي ارګانونو هم غوښتل شوي، چې د هېواد د وګړو وژونکي دې د قانون منګولو ته وسپاري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن