کابل ( پژواک، ١٠ کب ٩٢ ) : پاکستانيو طالبانو د يوې مياشتې لپاره د اوربند اعلان کړى دى.
د پاکستانيو طالبانو وياند شاهد الله شاهد د کب په ١٠مه، رسنيو ته ويلي، چې دغه پرېکړه د دوى مرکزي شورا د مشرتابه تر اجازې وروسته کړې ده.
هغه زياته کړه چې داور بند پرېکړه يې په ښه نيت او د نېکو موخو لپاره کړې ده، څو له حکومت سره هر اړخيزې خبرې وشي.
شاهد ويلي، د دوى مشرتابه ټولو ته لارښوونه کړې، چې د اوربند پر پرېکړې عمل وکړي او هېڅ ډول عمليات او بريدونه ترسره نه کړي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د اوربند او خبرو اترو لپاره حکومت د دوى پر وړانديزونو سم غور او فکر وکړي.
د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت د طالبانو او حکومتي کميسيونونو ترمنځ د سولې خبرې اترې پيل شوې، خو په دې دوران کې د بريدونو او چاودنو له امله تېره اونۍ دا خبرې وځنډېدلې.
د دواړو لورو ترمنځ حالات هغه مهال ترينګلي شول، چې په مومندو ايجنسۍ کې ٢٣ سرتېري تر تښتول کېدو وروسته ووژل شول.
د پاکستان پوځ تر دې پېښې وروسته هوايي عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن