ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شېرزاد: د بهرنيانو په وتو سره د فراه امنيت ښه شوى

شېرزاد: د بهرنيانو په وتو سره د فراه امنيت ښه شوى

author avatar
2 Mar 2014 - 11:41
شېرزاد: د بهرنيانو په وتو سره د فراه امنيت ښه شوى
author avatar
2 Mar 2014 - 11:41

فراه ښار (پژواک ١١ کب ۹۲): د فراه والي وايي، چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د دغه ولايت امنيت تر پخوا ډېر ښه شوی او اوس مهال په دغه ولايت د پرمختيايي پروژو د پلې کولو لپاره ښه زمينه برابره ده.

دغه څرګندونې د فراه والي محمد عمر شېرزاد د کب په ١١مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې چې بهرني ځواکونه له فراه څخه وتلي، امنيت ډېر ښه شوی او ورځ تر بلې نور هم ښه کېږي.

د ولايتي بيارغونې ډلې (PRT) په چوکاټ کې ايټاليايي او امريکايي ځواکونو چې په فراه ولايت کې يې دنده ترسره کوله، د روان کال د لړم مياشتې په ۱۶مه د فراه له ولايت څخه په بشپړ ډول ووتل.

د فراه والي شېرزاد وايي، له پنځو مياشتو راهيسې د فراه- هرات او فراه- کندهار لويې لارې چې پخوا به تل د طالبانو له خوا پر امنيتي (بهرني او کورني) کاروانونو بريدونه کېدل او ډېرې ناامنې وې، خو اوس بشپړې امنې شوې دي.

هغه زياتوي، له پنځو مياشتو راهيسې د فراه په مرکز او ولسواليو کې امنيت ټينګ شوی او د طالبانو له خوا بريدونه، چاودنې او د ماينونو ځاى پر ځاى کول ډېر کم شوي دي.

شېزراد وويل، چې په تېر شپږو مياشتو کې د ملکي او نظامي تلفاتو کچه هم ټيټه شوې ده.

هغه وايي: ((د افغانستان خلک ځانګړی کلتور او عنعنات لري او پر دين ولاړ خلک دي، خو ډېرى مهال ځينې تېروتنې چې د بهرنيو ځواکونو له خوا کېدې، لکه د شپې عمليات، د خلکو د کورونو تلاشي، د خلکو ځورول او بنديانول، د بهرنيانو تر وتلو وروسته دا پېښې کمې شوې او تر ډېره دا ستونزې هوارې شوې دي.))

شېرزاد وايي، په هغې انګېزې سره چې طالبانو پخوا جګړه کوله د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د جګړې لپاره کوم دليل نه لري، په همدې خاطر خلک هم له طالبانو سره همکاري نه کوي.

د هغه په وينا، همدغه کار په فراه کې د امنيت اصلي لامل دى.

نوموړی وايي، چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، دوی بشپړ امنيتي تدابير نيولي او همدا شان د امنيتي ځواکونو وړتيا لوړه شوې او پر خپلو ځواکونو د خلکو باور زيات شوى دى.

د فراه والي وايي، چې د امنيت په ښه کېدو سره، ډېرې پرمختيايي پروژې پلې شوې او د سږ کال په درشل کې به په سلګونه نورې پروژې ترسره شي.

نوموړي د بېلګې په توګه په بکواه او ګلستان ولسواليو کې چې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي، پخوا به ورته ورتګ هم امکان نه درلود، خو له يوې مياشتې راهيسې د لومړي ځل لپاره په دغو ولسواليو کې د ملي پيوستون پروګرام پيل شوى دى.

شېرزاد وايي، چې په بکواه کې ٥٤ پرمختيايي شوراګانې جوړېږي چې د  ۴ ميليونه ډالرو په لګښت به پکې د بيارغونې پروژې تطبيق شي، دغه راز په ګلستان ولسوالۍ کې ۱۳۰ شوراګانې جوړېږي  او پکې به د ۳ ميليونه ډالرو په لګښت پروژې پلې شي.

د هغه په وينا، د دغه ولايت د بخش اباد بند، چې له کلونو راهيسې يې د امنيتي ستونزو له امله کار ځنډېدلى و، له يوې مياشتې راهيسې يې د ډيزاين کار پيل شوی دى.

د فراه والي زياته کړه، چې د دغه ولايت د مرکز په اړوند سيمه (دهک) کې د دوو سربندونو کار چې مخکې د امنيتي ستونزو له امله پاتې و، اوس بېرته پيل شوی او په خاک سفيد او بالابلوک ولسواليو کې هم د يوه يوه کلينيک د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

د هغه په وينا، د فراه د مرکز اړوند د باغ پل له سيمې د جوين ولسوالۍ لور ته د ۸ کيلومتره پاخه سړک د جوړولو کار هم پيل شوی دى.

فراه لس ولسوالۍ لري او چارواکي وايي، چې پرچمن، شېب کوه، پشت کوه، اناردره او جوين ولسوالۍ د ډاډمن امنيت خاوند دی؛ خو بکواه او ګلستان ولسوالۍ د لوړ ګواښ لرونکې سيمې دي.

بالابلوک، خاک سفيد او پشترود ولسوالۍ د منځني امنيت لرونکې سيمې دي.

شېرزاد وايي: ((زه ډاډمن يم چې د فراه امنيتي ځواکونه کولای شي د دغه ولايت بشپړ امنيت تامين کړي، تر څو راتلونکې ټاکنې د امنيت په فضا کې ترسره شي.))

خو نوموړی مني چې په بکواه، ګلستان، بالابلوک، خاک سفيد او پشترود ولسواليو کې ۵۳ هغه مرکزونه چې تر لوړ ګواښ لاندې دي، د ټاکنو پر ورځ به بند وي.

د فراه والي وايي، چې اوسمهال په فراه کې ٤٢٠٠ د ملي اردو سرتېري په دغه ولايت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دويمې پلې لوا په چوکاټ کې ۳زره ملي پوليس، ۸۰۰ سيمه ييز پوليس، ۱۲۰ د ملي امنيت په چوکاټ کې او ۳۰۰ د عامه نظم پوليس د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود کې ځای پر ځای دي.

والي په داسې حال کې په دغه ولايت کې د امنيت د ښه کېدو خبره کوي، چې په تېرو پنځو مياشتو کې په ولايت کې بريدونه کم شوي دي، خو د روان لمريز کال د وري په ١٤مه د دغه ولايت پر مقام او يو شمېر رياستونو ډله ييز بريدونه شوي وو او مرګ ژوبله يې اړولې وه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.