کابل (پژواک ١١ کب ٩٢): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې د ځانمرګو د يوې ډلې په نيولو سره يې په کابل ښار کې د بريدونو مخه نيولې ده.
د ملي امنيت عمومي رياست له مطبوعاتي دفتره نن پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې دا څلورکسيزه ډله د کوېټې شورا د فداييانو محاذ د مسوول حاجي عبدالهادي په امر د کابل په قرغې او شش درک ساحو کې پر ملکي او پوځي تاسيساتو د ځانمرګو بريدونو او چاودنو د پلان جوړولو او ترسره کولو لپاره ګومارل شوې وه.
سرچينې زياته کړه، چې بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت عمومي رياست د موظفينو له خوا د ځانمرګو له واسکټونو، پوځي يونيفورم، وسلو او زيات شمېر چاودېدونکو توکو سره د کابل ښار له پنځمې ناحيې څخه نيول شوي دي.
د ملي امنيت عمومي رياست نيول شوي کسان هر يو ميرويس د محمدعارف زوى د د ځانمرګو بريدونو پلانوونکى، سيدمعصوم، محمدعثمان او اجمل په نومونو ياد کړي دي، چې د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد او چک ولسواليو اوسېدونکي دي.
د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوو کسانو د لومړنيو څېړنو په ترڅ کې اعتراف کړى، چې د ځانمرګو واسکټونو د کارولو او نورې پوځي زده کړه يې د کوېټې په باى پاس سيمه کې د قوماندان راشدي او د کوېټې شورا د فدايانو محاذ مسوول حاجي عبدالهادي په مرکزونو کې کړې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن