ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې هم وسلوالو ملکي وګړي برمته کړي

په کندهار کې هم وسلوالو ملکي وګړي برمته کړي

author avatar
2 Mar 2014 - 20:32
په کندهار کې هم وسلوالو ملکي وګړي برمته کړي
author avatar
2 Mar 2014 - 20:32

کابل ( پژواک ۱۱ کب ۹۲ ) په کندهار ولایت کې هم وسلوالو ۱۰ تنه ملکي وګړي حکومت سره د همکارۍ په تور تښتولي دي.

دغه پيښه د کندهارولایت په غورک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

ددې ولسوالۍ یوه قومي مشر چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د کب په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسلوالو ۱۰ کسان تښتولي دي.

هغه زیاته کړه چې وسلوالو په دې تور دغه کسان وړي، چې ولې ښار ته تګ راتګ کوي او په حکومتي شورا کې ګډون کوي.

دی وایي چې تر اوسه ددغو کسانو برخلیک نه دی معلوم شوی.

د کندهارد امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک اژانس ته وویل چې وسلوالو یواځې څلور کسان تښتولي چې حکومتي ځواکونه یې د خوشې کولو هڅې پیل کړې دي.

دیادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت چارواکو هم خبر  ورکړی و، چې وسلوالو لسګونه کسان له ګوشتې ولسوالۍ څخه حکومت سره د همکاري په تور تښتولي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.