ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدزى: “د تلپاتې سولې لپاره کار کوم، خو دولت په سهامي شرکت نه بدلوم”

احمدزى: “د تلپاتې سولې لپاره کار کوم، خو دولت په سهامي شرکت نه بدلوم”

author avatar
3 Mar 2014 - 15:27
احمدزى: “د تلپاتې سولې لپاره کار کوم، خو دولت په سهامي شرکت نه بدلوم”
author avatar
3 Mar 2014 - 15:27

کابل (پژواک١٢کب٩٢): د ختځيو ولايتونو شورا او په کندوز، بلخ او فارياب ولايتونو کې سلګونو کسانو ولسمشريزو ټاکنو ته له نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.

د ولسمشرۍ لپاره ١١ کانديدانو د سلواغې په ١٣مه ټاکنيزې سيالۍ پيل کړې، چې پر مهال يې بېلابېلو ګوندونو او ټولنو له بېلابېلو کانديدانو ملاتړ کړى دى.

د ختيځو ولايتونو شورا نن په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې چې شاوخوا ٤٠٠٠ کسانو په کې برخه لرله، له اشرف غني څخه ملاتړ وکړ.

د يادې شورا مشر قمرالدين شينواري په دې غونډه کې وويل، چې دې شورا له اشرف غني څخه ځکه ملاتړ وکړ، چې هغه کولاى شي د افغانستان روانو ستونزو او ناخوالو ته د پاى ټکى کېږدي.

ده د يادې شورا په استازيتوب له اشرف غني احمدزي نه وغوښتل، چې که ولسمشر شو نو په هېواد کې به د ملي وحدت او د امنيت د ټينګښت او فساد د له منځه وړو لپاره جدي مبارزه کوي.

ده وويل، چې د سولې لپاره هڅې بايد له کلو پيل او بيا مرکز ته ورسول شي.

د ختځيو ولايتونو شورا له خوا اشرف غني احمدزي ته د ملت د خادم لقب هم ورکړل شو.

اشرف غني احمدزي د ختيځو ولايتونو له خلکو او شورا مننه وکړه، چې له ده څخه يې ملاتړ وکړ.

هغه زياته کړه: ((ارګ ته لاره لږه وه خو په دې ملاتړ سره نوره هم لږه شوه.))

احمدزي وويل، چې د زړه له کومي به د ملت خدمت کوي او د نظام او ملت تر منځ شته واټن به له منځه وړي.

هغه زياته کړه: ((باداري نوره ختمه ده، اوس هېواد ته ولسواکي راغلې، دولت به د ملت په خدمت کې وي.))

د ولسمشرۍ دغه نوماند وويل، چې که ولسمشر شو، افغانانو ته به د نورو خدمتونو تر څنګ د زده کړو زمينه برابره کړي او د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره هم پلان لري.

د هغه په اند په هېواد کې هغه مهال ستونزې ډېرې شوې، چې سياستوالو، سياست د ځان په ګټه وڅرخاوه او له ملت سره يې واټن پيدا کړ.

احمدزى وايي، چې تل پاتې سولې لپاره کار کوي خو دولت په سهامي شرکت نه بدلوي.

هغه زياته کړه: ((سوله له کليو او بانډو نه پيلوم او ارګ ته يې رسوم، زه د ارګ په دېوالو کې ځان نه ايساروم راوځم او کار کوم.))

غني وويل، چې له فساد سره به جدي مبارزه وکړي او هغه واليان به له دندو ګوښه کړي چې له کلونو په يو ولايت کې د والي په توګه دنده لري.

ده په نننۍ غونډه کې د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بريا ياده کړه او ويې ويل: ((چارواکو موږ ته فساد راووړ او زموږ ځوانانو موږ ته اتلولي راوړه.))

تېره ورځ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي په ٣٢ منډو د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.

احمدزي زياته کړه: ((مادي ستونزې نه لرم، لاسونه مې له فساد څخه پاک دي، کار اهل کار ته سپارم او له فساده پاک حکومت جوړوم.))

غني دا هم وويل، چې مجرم ته به سزا ورکوي، مکافات او مجازاتو سيستم به جوړوي او د څارنوالۍ، قضا او پوليسو تر منځ به لازمه همغږي رامنځته کوي.

نن په کندوز، بلخ او فارياب ولايتونو کې هم د اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې جوړې شوې.

د غونډو ګډونوالو سلګونو تنو په کې ونډه لرله، ويل يې چې اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ لپاره وړ کس دى او دى به ملاتړ ترې کوي.

 تر دې دمه د علي احمد جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې، د سيد منصور نادري په مشرۍ د ملي پيوند ګوند او د افغانستان د اسماعيليانو شورا، د موسى هوتک پر مشرۍ حرکت اسلامي، محاذ ملي اسلامي، جبهه نجات، حق او عدالت،د دين محمد په مشرۍ حزب اسلامي او د احدي په مشرۍ افغان ملت ګوندونو له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړى دى.

په افغانستان کې تر سلو ډېر سياسي ګوندونه دي، چې يو شمېر يې د ولسمشرۍ له نوروکانديدانو ملاتړ کړى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.