ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

المان د پوهنې وزارت له تخنيکي او مسلکي برخې سره ٦ ميليونه ډالره مرسته کړې

المان د پوهنې وزارت له تخنيکي او مسلکي برخې سره ٦ ميليونه ډالره مرسته کړې

author avatar
4 Mar 2014 - 13:32
المان د پوهنې وزارت له تخنيکي او مسلکي برخې سره ٦ ميليونه ډالره مرسته کړې
author avatar
4 Mar 2014 - 13:32

کابل (پژواک ١٣ کب ٩٢): المان په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستان سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې ٦ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړې او په راتلونکي کې هم په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دا څرګندونې په افغانستان کې د المان سفير مارتين اېګر، هغه دوه ورځني ملي کنفرانس ته وکړې، چې نن “په تخنيکي او مسلکي زده کړو کې د عامه ګډون او مسووليتونو” تر نوم لاندې په کابل کې پيل شو.

په ياد کنفرانس کې د پوهنې وزارت مرستيالان ، د دغه وزارت ولايتي رييسان، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ښوونځيو او انسټيټيوټونو چارواکي، په ولايتونو کې د پوهنې د شوراګانو مشران، د ملي شورا او خصوصي سکټور او مرسته کوونکو يو شمېر استازي برخه لري.

مارتين اېګر په دې ناسته کې وويل، چې المان له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٤ کال پورې له افغانستان سره د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې شپږ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده.

ده وويل، چې په تېرو دريو کلونو کې په افغانستان کې د تخنيکي او مسلکي ښوونځيو کچه له ٦٢ څخه ٢٥٠ ته او د دغو ښوونځيو د زده کوونکو شمېر له دوو زرو څخه اتو زرو ته لوړ شوى دى.

مارتين اېګر، دغه پرمختګ د افغانستان لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله او د جزئياتو له ورکولو پرته يې وويل، چې المان په دې برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د پوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي معين محمداصف ننګ، ياد کنفرانس ته په خپله افتتاحيه وينا کې له افغانستان سره د المان له مرستو مننه وکړه.

ده وويل، چې له تخنيکي او مسلکي ښوونځيو او انسټيټيوټونو سره د عمومي ښوونځيو همکاري، د يادو ښوونځيو د مشورتي شورا جوړېدل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو موسساتو ته واک سپارل او غيرمتمرکز کول، د کنفرانس د بحث له موضوعاتو څخه دي.

دى وايي، چې په دغه کنفرانس کې به په صنعتي مرکزونو کې د زده کړو د يادو موسسو د زده کوونکو د پرکتيک دورې د اسانتياوو، د ښوونيزو او تخنيکي زده کړو د موسسو د پراختيا لپاره د کورنيو او بهرنيو مرسته کوونکو جلب، د تخنيکي او مسلکي زده کړو سيمه ييزه پلان جوړونه او عامه ګډون هم د دغه کنفرانس د بحث له مهمو موضوعاتو دي.

 د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ٢٩٣ روزنيزو مرکزونو کې څه باندې سل زره زده کوونکي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو په خصوصي انسټيټيوټونو کې څه باندې ١٥٠٠٠ تنه پر زده کړو بوخت دي.

ده وويل، چې تخنيکي او مسلکي زده کړې د ملي ودې په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي، د مسلکي کارکوونکو شتون د افغانستان د کار د بازار لپاره ډېر مهم دى او دا مهال په افغانستان کې د مسلکي کار کوونکو د نه شتون له امله بهرني کارکوونکي پر کار ګومارل کېږي.

ننګ ياد کنفرانس د دې تشې ډکولو لپاره يوه هڅه وبلله او زياته يې کړه، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره بايد دولتي او خصوصي سکټور په ګډه کار وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.