ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د المان په مرسته افغان ځواکونو ته څلور ودانۍ جوړې شوې

د المان په مرسته افغان ځواکونو ته څلور ودانۍ جوړې شوې

author avatar
6 Mar 2014 - 15:24
د المان په مرسته افغان ځواکونو ته څلور ودانۍ جوړې شوې
author avatar
6 Mar 2014 - 15:24

مزارشريف (پژواک ١٥ کب ٩٢): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د سرحدي پوليسو لپاره د المان هېواد په مرسته څلور ودانۍ تر جوړېدو وروسته افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

دغه ودانۍ، چې د مزارشريف هوايي ډګر ته څېرمه جوړې شوې، د کب په ۱۵مه په افغانستان کې د المان هېواد د سفير او کورنيو چارو وزارت د لوړپوړو امنيتي مسوولينو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

په افغانستان کې د المان سفير مارتين ايګر په يادو مراسمو کې وويل، چې د المان هېواد له خوا د يادو ودانيو جوړول به د افغانستان او المان د اړيکو پای نه وي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه مرسته له ۲۰۱۴کال وروسته هم له افغانستان سره د المان هېواد د مرستو د پيل مانا ورکوي.

د هغه په وينا، دوی پتېيلې، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم له افغان ځواکونو سره د ودانيو د جوړښت او ښوونې او روزنې په برخو کې مرستې کوي.

مارتين وويل، چې يادې ودانۍ د ۲،۵ ميليونه يورو په لګښت د تېرو اتو مياشتو په ترڅ کې جوړې شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت معين جنرال باور، چې د ودانيو د سپارولو په مراسمو کې يې برخه اخيستې وه، رسنيو ته وويل، چې المان له ۲۰۰۲ کال را په دېخوا له افغانستان سره په بېلابېلو اړخونو کې مرستې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د المان هېواد مرسته د افغان ځواکونو لپاره د ودانيو د جوړولو او د دوی د ښوونې او روزنې به برخه کې د ځانګړی ځای لري.

د هغه په وينا په ځانګړې توګه د هېواد په شمال زون کې د المان هېواد لخوا د افغان ځواکونو روزنې له امله د دوی چارې ډېرې ګړندۍ شوې دي.

جنرال باور د جوړو شوو ودانيو په اړه وويل، چې هره ودانۍ په يو پوړ کې جوړه شوې، چې ۴۰۰ افغان ځواکونو د اوسېدنې ظرفيت لري.

نوموړي زياته کړه، چې په هره ودانۍ کې يو دفتر، سلاکوټ، ټولګي، د تعليم او تربيې څانګې، خوړنځي، د اوسېدو او داسې نورې د اړتيا وړ خونې جوړې شوې دي.

د هغه په وينا، د يادو ودانيو له جوړېدو وروسته به تر ډېره په شمال زون کې د سرحدي پوليسو د ځای د کمښت ستونزه حل شي او د ښوونې او روزنې چارې به يې ګړندۍ شي.

د يادو ودانيو د تسليمېدو په اړه د المان سفارت له خوا پژواک اژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې المان هر کال ۷۰ ميليونه يورو د افغان ځواکونو د روزنې، د ودانيو جوړولو او د معاشاتو په برهړ مې لګوي، چې له ۲۰۱۵ کال وروسته يې ۱۵۰ ميليونه يورو ته د دغو مرستو د رسولو وعده کړې ده.

المان هېواد سربېره پر دې په شمال زون کې د پوليسو د روزنې درى مرکزونه په مزارشريف، کندوز او فيض اباد کې جوړ کړي، چې د ۱۸۰۰ افغان ځواکونو د روزنې ظرفيت لري.

همداراز تر دې دمه د الماني ځواکونو له خوا ۶۰زره افغان سرتېرو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.