لښكرګاه (پژواک ۱۵ كب ۹۲): د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې ٢ماشومان وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي.
د يادې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د کب په ١٥مه پژواک ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په سنګين ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د چوپان په وينا، چې د دې ولسوالۍ د سرچينې په نوم سيمه کې وسله والو طالبانو د افغان امنيتي پوځيانو پر يوې امنيتي پوستې د هاوان مرمۍ توغولې، خو د سيمې پر يوه ګور لګېدلې ده.
نوموړى وايي، چې په دې پېښه دوه ماشومان وژل شوي او درى نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې د وژل شوو او ټپي ماشومانو عمرونه له پنځو تر اوو کلونو دي.
بلخوا د هلمند چارواکي وايي، چې تېره ورځ يې په روانو چاڼيزو عملياتو کې د ٧ وسله وال طالبان وژلي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې دغه عمليات د ګرشک ولسوالۍ د ميرمنداب په سيمه کې روان دي.
په ورته مهال د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې روان عمليات د ټاکنو د بهير د خونديتوب او د کوکنارو د مخنيوي په موخه ترسره کېږي.
وسله والو طالبانو په سنګين کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې او په عملياتو کې د طالب وسله والو د وژلو په تړاو څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې، چې تېره ورځ يې د کرشک په لسوالۍ کې ۸ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن