ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه

لغمان کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
6 Mar 2014 - 19:20
لغمان کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
6 Mar 2014 - 19:20

جلال اباد، کابل (پژواک ١٥ کب ٩٢): په لغمان کې سلګونو تنو او د حق او عدالت ګوند پلويانو د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر محمداشرف غني او په کابل کې سلګونو تنو له ګل اغا شېرزي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

دغه غونډه نن (د کب ١٥مه) د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې جوړه شوې وه، چې په کې سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، پخواني جهادي قوماندانانو، ځوانانو، ښځو او د نورو خلکو برخه لرله.

په لغمان کې د ډاکټر اشرف غني د کمپاين ولايتي مسوول حاجي نورمحمد د غونډې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، د لغمان ولسونه وياړي چې نن په داوطلبانه ډول په راتلونکو ټاکنو کې د نړۍ د دويم مفکر ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي.

حاجي نورمحمد وايي، اشرف غني يې ځکه ټاکلى، چې نوموړى د خپلې پوهې او وړتيا له مخې په نړۍ کې د دويم ستر مفکر په لقب وياړل شوى او د افغانانو لپاره يو ښه رييس جمهور جوړېدلى شي.

د اشرف غني فرهنګي سلاکار استاد پوهندوى لعل پاچا ازمون د لغمان له ولسونو مننه وکړه، چې په داوطلبانه ډول يې له ډاکټر غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

 ازمون زياته کړه:((ډاکتر غني د مسووليتونو د لېږد د بهير د مشرۍ پر وخت د ټولو ولايتونو ستونزې له نږدې ليدلې دي.))

نوموړى وايي، ډاکتر اشرف غني هغه څوک دى چې نه يې فساد کړى او نه يې هم لاسونه په وينو سره دي.

د ياد کانديد د ختيځې سيمې د کمپاين دفتر مشر احسان الله کامه وال پژواک اژانس ته وويل، په نننۍ غونډه کې له زرو زياتو لغمانيانو ونډه اخيستې وه، چې له ياد شمېر څخه يې يوه برخه ښځې هم وې.

 ده زياته کړه: ((ډاکټر اشرف غني د ټولنې د هر قشر او له هغې ډلې د خورا مهم قشر ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره ځانګړي پلانونه لري، ځوانانو ته او داسې نورو ته.))

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په لغمان کې د ولسمشرۍ د ځينو کانديدانو په ملاتړ غونډې شوې دي.

له بلې خوا سلګونو تنو په کابل ښار د بېلابېلو غونډو له لارې د ولسمشرۍ له کانديد ګل اغا شېرزي څخه ملاتړ څرګند کړ.

په همدې موخه نن د لسو مدني ټولنو کابو ٥٠٠ غړو په يوې غونډه کې د شېرزې له ټاکنيز کمپاين څخه ملاتړ وکړ.

په دې غونډه کې د ګل اغا شېرزي لومړي مرستيال سيد حسين عالمي بلخي وويل، چې د دوى ټيم به د برياليتوب په صورت کې د افغانستان لپاره يو ښه تاريخ جوړ کړي.

ده زياته کړه، دغه راز به د سولې راوستو او بيارغونې په موخه جدي هلې ځلې وکړي.

دغه راز په يوې بلې غونډه کې د درېيو مدني ټولنې شاوخوا زرو مېرمنو له شېرزي څخه ملاتړ وکړ.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ياد ټاکنيز کمپاين غړې سناتور صديقې بلخي وويل، چې دوى په خپلو راتلونکو پروګرامونو کې ښځو ته پراخه ونډه ورکوي.

همدارنګه په يوې بلې جلا غونډه کې لسګونو نورو ښځو د شېرزي له کانديداتورۍ ملاتړ وکړ.

يادو ښځو د شېرزي له ټاکنيز کمپاين وغوښتل، چې په راتلونکي کې د ښځو حقونو، تعليم او اقتصاد ته په خپلو کارونو لومړيتوب ورکړي.

ياده دې وي چې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې ولسمشريزې او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره کيږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.