لښکرګاه (پژواک ١٦ کب٩٢): د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په جمعه بازار کې چاودنې ١٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه د مارجې ولسوالۍ په کمپ سيمه کې د موټرسايکل بم د چاودنې له امله رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې هره اونۍ په دغه ځاى کې جمعه بازار جوړېږي، خلک سودا کوي او ياد موټرسايکل بم هم د ګڼې ګونې په ځاى کې درول شوى و.
ځواک وايي، چې په دې چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
خو د هلمند د مرکز لښکرګاه روغتون چارواکي وايي، چې له دې پېښې روغتون ته ١١ ټپيان ور وړل شوي، چې شپږ ماشومان او عمرونه يې د لسو او څوارلسو کلونو ترمنځ دي.
هغوى وايي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
د مارجې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى اخترمحمد وايي، چې د چاودنې غږ ډېر قوي و، خو د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پرغاوه نه دى اخيستى.
څلور مياشتې وړاندې د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې په يو مېله ځاى کې د ورته چاودنې له امله هم شپږ کسان وژل شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن