جلال اباد ( پژواک، ١٧ کب ٩٢ ) : په لغمان ولايت کې د ماين شنډولو پر مهال د چاودنې له امله څلور د ملي اردو سرتېري او دوه پوليس وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار د ولايت د مرکز مهترلام اړونده د صافيو کلا په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې پوليسو په دې سيمه کې يو ماين کشف کړى و او کله چې يې د ملي اردو ځواکونو سره يو ځاى د شنډولو هڅه کوله، نو د ريموټ کنټرول چاودنه وشوه.
دى وايي چې په دې چاودنه کې څلور د ملي اردو سرتېري، يو سيمييز پوليس او يو ملي پوليس وژل شوي دي او دوه نور سرتېري ټپيان شوي دي.
د ځواک په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت هم ويلي چې په يوه چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى، خو د پېښې ځاى يې نه دى په ډاګه کړى.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ملي اردو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده، اوه اونۍ په کونړ کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې د ملي اردو ٢١ سرتېري ووژل شول.
دغه راز تېره اونۍ په لوګر ولايت کې دناټو په هوايي بمبار کې د ملي اردو ٥ سرتېري ووژل شول او١٧ نور ژوبل شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن