ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ښځې د رايې په کارولو سره بايد خپل راتلونکى روښانه کړي”

author avatar
8 Mar 2014 - 18:53
author avatar
8 Mar 2014 - 18:53

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٢): د اروپايي ټولنې د پولسيو ماموريت، راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره مهمې وبللې او له ښځو يې وغوښتل، چې د خپل راتلونکي لپاره بايد په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلې رايې له حق څخه ګټه پورته کړي.

 په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموريت، نن په کابل کې د ځينو افغان مېرمنو، هنرمندانو او لوبغاړو په ګډون د مارچ داتمې ( د ښځې نړيواله ورځ) نمانځنه وکړه.

 په دغو مراسمو کې د غونډې ويناوالو وويل، چې اوسمهال هم په ټولنې کې بې عدالتي شتون لري او له همدې امله ده، چې د کورنيو چارو او عدليه وزارتونو په چوکاټ کې له بشري حقونو او جندر څخه ملاتړ، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموريت له لومړيتوبونو څخه بلل کېږي.

 د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پلاوي د همغږۍ او بيا ګومارل کېدو مرستيالې مېرمن ايميلي ونتربوتامو د افغانستان راتلونکې ولسمشرۍ او د ولايتي شوراګانو ټاکنې مهمې وبللې او په دې اړه يې وويل، چې اروپايي ټولنه افغان مېرمنې هڅوي ، تر څو د رايې ورکولو له حق څخه ګټه پورته کړي او خپل راتلونکى د رايې په کارولو روښانه کړي.

 د هغې په وينا، له دې سره چې په ټاکنو کې يواځينۍ مېرمن د کانديدانو له نوملړه وويستل شوه، خو د مرستيالانو په توګه د څو مېرمنو شتون د دې څرګندونه کوي، چې مېرمنې له سياسي پلوه ډېرې فعالې شوي او خپل واک همغږى کوي.

 خديجه غزنوي د ولسمشرۍ لومړنۍ احتمالي کانديده وه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د کانديدانو له لومړي نوملړه وويستل شوه.

 اوسمهال حبيبه سرابي د ولسمشرۍ د کانديد زلمي رسول دويمه مرستياله، کاظيمه محقق د بل کانديد سلطانزوى دويمه مرستياله او صفيه صديقي د ولسمشرۍ ټاکنو د يوه بل کانديد هديات امين ارسلا دويمه مرستياله ده.

 په افغانستان کې د اروپاپي ټولنې د پوليسو د ماموريت د قانون پلي کولو برخې مشرې مېرمن دفني لادر وويل، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى له سترو خنډونو او ګواښونو بلل کېږي او په هېواد کې د قانون پلي کولو برخې ته زيان اړوي.

 هغې زياته کړه، چې په افغانستان کې د ښځو د وضعيت د ښه والي لپاره د همغږۍ هڅو ته اړتيا ده او اروپايي ټولنه په دې برخه کې پر خپلې ژمنې ولاړه ده.

 د کورنيو چارو وزارت د جندر مشرې مېرمن حکمت شاهي وويل، چې افغان مېرمنو په تېرو دوولسو کلونو کې د پوهنې، روغتيا او امنيتي سکتور په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، خو کافي نه دي او لا ډېرو هڅو ته اړتيا ليدل کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.