ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دولتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

دولتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
9 Mar 2014 - 13:53
دولتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
9 Mar 2014 - 13:53

لښکرګاه (پژواک ۱۸ کب ۹۲): د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې يې د ميرمنداب په نوم  سيمه له وسله وال طالبانو نيولې ده.

د ګرشک ولسوال محمدفهيم د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان پوځيانو په دې سيمه کې عمليات ترسره کړل، چې په کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

هغه ويلي، چې په دې پېښه کې ١٠ افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ولسوال فهيم وايي: ((ميرمنداب د ګرشګ ولسوالۍ لويه سيمه ده، چې له تېرو څلور کلونو راهيسې په کې طالبان واکمن و، افغان پوځيانو څلور ورځې مخکې دلته عمليات پيل کړل او تېره ورځ ناوخته يې ياده سيمه ترې ونيوله.))

د هغه په وينا، چې په دغو عملياتو کې يوازې افغان ځواکونو برخه لرله.

نوموړى وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې ٣ افغان سرتېري وژل شوي  او ٧ نور ټپيان شوي دي.

فهيم وايي، چې په عملياتو کې د وژل شوو طالب وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې و، چې وروسته د کلي مشرانو ته وسپارل شول.

د هلمند امنيتي ادارو تر اوسه د دغو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې ويلي وو، چې په ګرشک کې يې د وسله والو طالبانو په لټه عمليات پيل کړي دي.

تېره اونۍ د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پژواک ته ويلي وو، چې په ګرشک ولسوالۍ کې افغان پوځيانو عمليات پيل کړي څو په دې ولسوالۍ کې د ټاکنو د مرکزونو امنيت خوندي شي.

د ګرشک ولسوال وايي، تر عملياتو وروسته افغان پوځيانو په ميرمنداب کې خپلې پوستې ځاى پر ځاى کړې او اوس په کې امنيت ښه دى.

وسله والو طالبانو هم د دغو عملياتو په تړاو څه نه دى ويلي، خو په ګرشک او نادعلي ولسواليو کې يې په بېلابيلو پېښو کې د افغان او بهرنيو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

د يو بل خبر له مخې، د هلمند چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د سيمه ييز پوليسو او وسله والو تر منځ په نښته کې يو پوليس، دوه وسله و ال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، دا پېښه تېره ورځ ناوخته د دغه ولايت د کجکي په ولسوالۍ  کې رامنځته شوې ده.

د چوپان په وينا، ياد نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه  پوښته بريد وکړ.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.