ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختيځ کې د زيتون وحشي بوټي اهلي کېږي

په ختيځ کې د زيتون وحشي بوټي اهلي کېږي

author avatar
9 Mar 2014 - 16:21
په ختيځ کې د زيتون وحشي بوټي اهلي کېږي
author avatar
9 Mar 2014 - 16:21

جلال اباد (پژواک ١٨ کب ٩٢): د ننګرهار د کانال رياست له لوري د زيتون وحشي بوټو د اهلي کولو ورکشاپ پيل شو.

د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل د کب په ١٨مه د دغه ورکشاپ پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ننني ورکشاپ کې د ختيځو ولايتونو د کرنې رياستونو ټولو مسوولينو برخه اخيستې وه.

دى وايي، چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايت ګڼې سيمې پر طبيعي ځنګلونو پوښل شوې، چې د دې ټولو درنه برخه يې د زيتونو بوټي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې زيتون اهلي کړو او ترې ګټه پورته کړو، نو نن يواځې په دې غږيږو چې وحشي زيتون څه ډول اهلي کړو.))

د کانال رييس وويل، چې د زيتونو د فابريکې او يو شمېر فارمونو لپاره ورته د اېټاليا هېواد له لوري نهه سوه زره ايرو ځانګړي شوي، تر څو د زيتونو فابريکه پر پښو ودروي.

انجنير زيارت ګل زياتوي، چې په تېرو لسو کلونو کې د ننګرهار کانال پروژه، پر ځاى د دې چې ورغول شي تخريب شوې ده.

د نوموړي په وينا، يو شمېر ځنګلونو قطع شوي، ځمکې غصب شوې او د رغونې پر ځاى تخريب رامنځته شوى دى.

د لغمان د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمد اسماعيل دولتزي پژواک اژانس ته وويل، چې په لغمان کې شاوخوا ٣٠٠٠ هکټاره ځمکه پر ځنګلي ونو پوښل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې يادو وحشي ونو ته تر دې دمه کومه پاملرنه نه ده شوې، خو دوى وروسته له دغه ورکشاپه هڅه کوي چې په لغمان ولايت کې وحشي زيتون اهلي کړي.

د کونړ ولايت د کرنې رياست استازي هم پژواک اژانس ته وويل، چې د کونړ په ډېرى ولسواليو کې ځنګلي بوټي شته چې په دغو بوټو کې د زيتونو وحشي ونې هم موجودې دي.

د نوموړي په وينا، که چېرې د ننګرهار د کانال رياست ورسره د پيوندونو په برخه کې مرسته وکړي نو دوى کولى شي چې وحشي زيتونو بوټي اهلي کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو چې خپل کارکوونکي وروزو او وحشي زيتون اهلي کړي.))

ياده دې وي چې په ننګرهار کې د زيتونو يوه لويه فابريکه موجوده ده چې د هېواد په کچه د زيتونو پروسس کوي، چې له تېرو څو کلونو راپه دېخوا د يو شمېر ستونزو له امله تړل شوې وه، چې څو مياشتې وړاندې يو ځل بيا فعاله شوه.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.