ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شېرزى: له ځينو کانديدانو سره مې د اېتلاف په اړه خبرې روانې دي

شېرزى: له ځينو کانديدانو سره مې د اېتلاف په اړه خبرې روانې دي

author avatar
10 Mar 2014 - 11:55
شېرزى: له ځينو کانديدانو سره مې د اېتلاف په اړه خبرې روانې دي
author avatar
10 Mar 2014 - 11:55

جلال اباد (پژواک ١٩ کب ٩٢): ولسمشرۍ ته کانديد ګل شېرزى په اوسني حکومت نيوکه کوي او وايي، چې کورنۍ او بهرنۍ تګلاره يې غير منظمه او ناثابته ده.

محمد شفيق ګل اغا شېرزي دغه څرګندونې جلال اباد ته د کمپايني سفر پر مهال له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې د ولسمشر حامد کرزي د تېرو څو دورو سياست غير منظم و او تر اخره يې کورنى او بهرنى سياست ثابت نه کړ.

د ده په خبره، چې د افغانستان بهرنى سياست هم د ناکامۍ تر سرحده اوښتى دى.

شېرزى وايي: ((کرزى صېب وايي، پاکستان زموږ  غبرګونى ورور دى، بيا کله وايي زموږ دښمن دى.))

د ده په خبره، د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال ټول زورواکي، قاتلين او مفسد اشخاص په لوړو پوستونو کې ځاى پر ځاى دي.

شېرزي زياته کړه: ((همدا زورواکي او مفسد خلک ترې راچاپېر وو او تر اخره يې کنټرول نه شول کړاى.))

دى وايي، که له بهرنيو ځواکونو کومه تېروتنه شوې وي، د هغې لامل په حکومت کې د مفسدو او زورواکو اشخاصو شتون دى.

هغه زياته کړه: ((د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې جنګي جنايتکارې ډلې وروزل شوې، که چېرې بهرنيان ووځي، نو دوى به بيا ستونزې راولاړوي.))

شېرزى وايي، چې په هېواد کې د سولې روان بهير ناکام دى، ځکه هماغه خلک د سولې په شورا کې دي، چې د طالبانو پر وړاندې جنګېدلي دي.

د شېرزي په خبره، د افغانستان په حکومت کې ناسالم مصلحت تر دې حده رسېدلى، چې د رباني په وژل کېدو يې زوى وټاکل شو.

دى وايي: ((دا کوم انصاف او کوم قانون دى، چې پلار يې وژل کېږي، زوى يې پر ځاى ټاکل کېږي.))

نوموړي دا هم وويل، چې که دى بريالى شي ، نو له ټول هېواد څخه به د عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په ګډون يوه بې طرفه جرګه ګۍ رامنځته کړي، څو له مخالفينو سره خبرې وکړي.

ده وويل: ((که بريالى شم، نو زه يقين لرم چې له ما سره به ‌طالبان او حزب اسلامي د وطن په جوړولو کې ونډه اخلي.))

شېرزي زياته کړه، له يو شمېر کانديدانو سره يې د اېتلاف خبرې پيل کړي، چې په نږدې وختونو کې به يې پايلې څرګندې شي.

د يادونې ده، لاد مخه د ولسمشرۍ بل کانديد هدايت امين ارسلا له شېرزي سره اېتلاف کړى دى.

شېرزى زياتوي، غواړي په هېواد کې يو ملي ټېم رامنځته کړي او د دغه ټېم له لارې ارګ ته ننوځي.

دى وايي: ((د وردګ صېب، ارسلا صېب، هلال صېب او له يو شمېر نورو سره يې خبرې پيل کړي، خو زما خپل موقف دا دى چې زه نه تېرېږم.))

هغه زياتوي، چې که بريالى نه شي او داسې ټېم واک ته ورسيږي چې ظالم او جابر خلک وي، نو دى به يې هېڅکله په حکومت کې دنده ترسره نه کړي او له خپلو ولسونو سره به سياسي مبارزې ته ملا وتړي.

د نوموړي په وينا،  په يو شمېر ولسواليو کې د ټاکنو مسوولينو ورسره اړيکه نيولې او غواړي چې د پيسو په بدل کې د دوى رايې زياتې کړي، خو دى به هېڅکله داسې کار ونه کړي.

شېرزي زياته کړه: ((زه به په ټاکنو کې د درغلۍ مخه نيسم، پر ولسمشر هم غږ کوم ، چې د درغلۍ مخه ونيسي.))

ده يو ځل بيا ټول هېوادوال په ټاکنو کې ونډې اخيستنې ته راوبلل او زياته يې کړه، چې د هېواد ښه راتلونکى يواځې او يواځې په ټاکنو پورې تړلى دى.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.