کابل(پژواک ١٩کب ٩٢): د پاکستان د کډوالو او سرحدي چارو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوچ سبا به د مارشال محمد قسيم فهيم د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته راځي.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي قونسلر اختر منير د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عبدالقادر بلوچ سبا سهار ديوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.
نوموړي زياته کړه، له هغه سره په دې سفر کې د کابل لپاره د پاکستان نوى ټاکل شوى سفير سيد ابرار حسين او يو شمېر نور چارواکي هم ملتيا کوي.
منير وويل، د هغه د سفر موخه د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د جنازې په مراسمو کې ګډون کول دي.
مارشال محمدقسيم فهيم تېره ورځ د زړه د ناروغۍ له امله ومړ او د افغانستان حکومت د هغه د مړينې له امله په ټول هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړ.
ټاکل شوې ده ، چې سبا به د مارشال فهيم د جنازې په مراسمو کې د ځينو بهرنيو هېوادونو ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن