ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني پلاوى کابل ته راځي

پاکستاني پلاوى کابل ته راځي

author avatar
10 Mar 2014 - 19:02
پاکستاني پلاوى کابل ته راځي
author avatar
10 Mar 2014 - 19:02

کابل(پژواک ١٩کب ٩٢): د پاکستان د کډوالو او سرحدي چارو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوچ سبا به د مارشال محمد قسيم فهيم د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته راځي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي قونسلر اختر منير د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عبدالقادر بلوچ سبا سهار ديوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.

نوموړي زياته کړه، له هغه سره په دې  سفر کې د کابل لپاره د پاکستان نوى ټاکل شوى سفير سيد ابرار حسين  او يو شمېر نور چارواکي هم ملتيا کوي.

منير وويل، د هغه د سفر موخه د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د جنازې په مراسمو کې ګډون کول دي.

مارشال محمدقسيم فهيم تېره ورځ د زړه د ناروغۍ له امله ومړ او د افغانستان حکومت د هغه د مړينې له امله په ټول هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړ.

ټاکل شوې ده ، چې سبا به د مارشال فهيم د جنازې په مراسمو کې د ځينو بهرنيو هېوادونو ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړي. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.