ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان نوي والي د تړلو ښوونځيو د بېرته فعالولو ژمنه وکړه

author avatar
11 Mar 2014 - 16:26
author avatar
11 Mar 2014 - 16:26

ترينکوټ (پژواک ٢٠ کب ٩٢): د اروزګان نوى والي وايي، چې په دغه ولايت کې به يې لومړى کار د تړل شوو ښوونځيو بېرته فعالول او د بيارغونې کارونه وي.

امان الله تيموري، چې څو ورځې مخکې د اروزګان د والي په توګه وټاکل شو، د کب په ٢٠مه يې په دغه ولايت کې د خپلې لومړۍ غونډې پر مهال وويل، چې په راتلونکو کاري پلانونو کې به يې لومړى کار د پوهنې د پراختيا په برخه کې عملي اقدام وي.

تيموري وويل: ((مشران بايد خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او د دې تر څنګ دې د امنيت او بيارغونې به برخو کې له حکومت سره مرسته وکړي.))

والي وويل، چې دا مهال په اروزګان کې امنيت ښه دى او د بيارغونې چارو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د دغه ولايت له خلکو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رايه ورکړي.

په ياده غونډه کې ګڼو مشرانو د دغه ولايت لپاره د والي په توګه د امان الله تيموري په ټاکل کېدو خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه، چې بايد بيارغونې او پوهنې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د اروزګان د مرافعې محکمې رييس مولوي محمدجان په خپلو خبرو کې وويل: ((دغه ولايت ته بايد پاملرنه زياته شي، په تېرو څو کلونو کې ورته پاملرنه نه ده شوې.))

اروزګان ته دغه اتم والي دى، چې په اوسني حکومت کې د دغه ولايت د والي په توګه ټاکل کېږي.

د اروزګان د نوي والي له لوري د تړل شوو ښوونځيو د بيا فعالولو ژمنه په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ياد ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د وسله والو له خوا ١٥٢ ښوونځي تړل شوي دي.

تر ده مخکې نورو ولايتي چارواکو هم ژمنه کړې وه، چې په دغه ولايت کې به تړلي ښوونځي بېرته فعال کړي، خو تر ډېره بريالي نه وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.