ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د رايې ورکونې ١٨ مرکزونه د ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي

author avatar
11 Mar 2014 - 16:31
author avatar
11 Mar 2014 - 16:31

چاريکار (پژواک ٢٠ کب ٩٢): په پروان کې د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو د رايې ورکونې له ١٥٦ مرکزونو څخه ١٨ يې د نا امنۍ له ګواښ سره مخ دي.

د پروان د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس سلطان محمد نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د رايې ورکونې دغه مرکزونه په شينواري، سياه ګرد او کوه ساپي ولسواليو کې موقعيت لري.

هغه زياته کړه: ((د رايې ورکونې ١٨ مرکزونه چې په هر يوه کې ٦٠٠ رايه ورکوونکي تنظيم شوي، د دولت د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې دي، چې نه خلاصېدل يې د خلکو د اندېښنې سبب ګرځېدلي دي.))

د نيازي په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسيون تصميم لري، چې ټاکنې د رايې ورکونې په ١٣٨ نورو مرکزونو کې چې ځانګړې امنيتي ستونزه نه لري، ترسره کړي.

د پروان امنيه قوماندان خليل الله ضيايي هم په دغه ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د څرګندونو د تاييد ترڅنګ وويل، چې د امنيتي ځواکونو په هڅو د ټاکنيزو مرکزونو پر وړاندې د شته ګواښونو کچه ښکته شوې ده.

هغه زياته کړه: ((په ځينو نا امنو ولسواليو کې د رايه ورکونې يو شمېر مرکزونه تر اوچت امنيتي ګواښ لاندې وو، چې د خلکو او ديني عالمانو په همکارۍ وتوانېدو، چې د دغو ګواښونو کچه منځني حد ته را ښکته کړو، خو د دغو مرکزونو د امنيتي ګواښونو د صفر ته ښکته کولو هڅې روانې دي.))

تر دې وړاندې د کورنيو چارو وزارت په مرغومي مياشت کې اعلان وکړ، چې د رايې ورکونې له ٤٠٠ زيات مرکزونه به د ستونزو په ځانګړي ډول د امنيتي ستونزو له امله د ټاکنو په ورځ تړلي وي.

خو دغه وزارت ويلي، چې په ٣٤ ولايتونو کې به د رايې ورکونې د شپږ زره او ٤٣١ مرکزونو امنيت خوندي وي او خلک به وکولى شي، چې له کومې اندېښنې پرته په ټاکنو کې ګډون وکړي.

په دې اړه په يوه تازه پېښه کې بيا طالبانو ويلي، چې ټاکنې به ګډوډې کړي او خلک دې په دې پروسه کې ګډون نه کوي، خو د کورنيو چارو وزارت دغه ګواښ تبليغاتي جګړه ګڼلې او رد کړى يې دى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.