ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان ١١ ولسواليو ته به ټاکنيز توکي  د هوا له لارې ولېږدول شي

د بدخشان ١١ ولسواليو ته به ټاکنيز توکي د هوا له لارې ولېږدول شي

author avatar
12 Mar 2014 - 15:59
د بدخشان ١١ ولسواليو ته به ټاکنيز توکي  د هوا له لارې ولېږدول شي
author avatar
12 Mar 2014 - 15:59

فيض اباد (پژواک ٢١ کب ٩٢): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، ځينو هغو ولسواليو ته به، چې لارې يې د امنيتي ستونزو او اورښتونو له امله تړل شوي، ټاکنيز توکي د هوا لارې ولېږدوي.

 د بدخشان والي ډاکټر شاه ولي الله اديب وايي، چې د ٧٠ مرکزونو ټاکنيز توکي به د يمګان او کران و منجان ولسواليو په ګډون د دغه ولايت ١١ ولسواليو ته د هوا له لارې ولېږدوي.

 والي په داسې حال کې، چې د هوا له لارې د ټاکنيزو توکو لېږد يې نا امني او د بدخشان د سرحدي ولسواليو د لارو بندښت په ګوته کړ، زياته کړه، چې دغو ولسواليو ته به د رايو ورکونکو د نوم ليکنې پاڼې هم د هوا له لارې ولېږدوي او يادو ولسواليو ته د نورو ټاکنيزو توکو پر پلان هم کار شوى دى.

 اديب وويل، چې په تېرو ټاکنو کې اړين ټاکنيز توکي د ايساف د چورلکو په وسيله لېږدول کېدل، خو سږ کال به د افغان امنيتي ځواکونو د هوايي ځواک پر مټ تر سره شي.

 په ورته وخت کې د يمګان ولسوال نوروز محمد حيدري، د جرم، يمګان او کران و منجان ولسواليو په لارو کې نا امني د ټاکنيزو توکو د لېږد پر وړاندې ستر ګواښ ګڼي او د ملي اردو له هوايي ځواک څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه.

 هغه وويل، چې دغه لارې له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه ولايت په جرم ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د شتون له امله نا امنه شوي او که چېرې ټاکنيز توکي يادو سيمو ته د ځمکې له لارې ولېږدول شي، نو د دې امکان شته ، چې په لاره کې د وسله والو تر بريد لاندې راشي.

 له دې ټولو ننګونو سره سره د بدخشان ولايت اوسېدونکي او چارواکي ډاډ ورکوي، چې د دغه ولايت وګړي به په پراخه ډول په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي.

 د يمګان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد غفور وويل: له دې سره سره چې په دغه ولسوالۍ کې ډېرو کمو کسانو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي، خو بيا به هم په ټاکنو کې ګډون وکړي.

 هغه زياته کړه، چې يمګان ولسوالۍ له درايم، کشم او تګاب ولسواليو سره ګډه پوله لري او په وروستيو کلونو کې د يادو سيمو ځينې برخې نا امنه شوې دي.

 د بدخشان والي څو مياشتې وړاندې له پژواک خبري اژانس سره په ېوې ځانګړې مرکې کې ويلي و، چې د هوا د خرابوالي له امله د ټاکنو د تر سره کېدو ټاکلې موده مناسبه نه ده او د دغه ولايت ډېرى کسان به د ژمنيو ستونزو له امله په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شي.

 ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو  ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦ مه تر سره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.