غزني(پژواک ،٢١کب ۹۲): چارواکي وايي، چې په غزني ولايت کې وسله والو يو ملا امام وژلى او په کندهار کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د غزني د مقر ولسوال صاحب خان پژواک ته وويل، چې تېره شپه ناوخته ناپېژاندو وسله والو د مولوي نجيب الله په نوم يو ملاامام ددغې ولسوالۍ د چمبرانو له کلي څخه وتښتاوه او نن (چهار شنبه) سهار يې مړى دګيلان ولسوالۍ دکټان په سيمه کې وموندل شو.
ولسوال وايي، چې دچمبرانو په سيمه کې کومه دولتي پوسته نشته او هغه سيمه د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې ده.
د صاحب خان په وينا، تراوسه نه ده معلومامه ، چې دغه ملاامام د چا له لوري تښتول شوى او ولې وژل شوى، خو په تړاو يې څېړنې روانې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دغه پېښه کې د طالبانو لاس لرل نه مني او وايي، چې په دې چاره کې سيمه ييز پوليس لاس لري.
خو د مقرو ولسوال دا ادعا په کلکو ټکو رد او دکار يې د طالبانو توطيه وګڼله.
دغه راز د کندهار چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ددغه ولايت د مقام د مطبوعاتو له دفتره پژواک ته د کب په ٢١مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا چاودنه د ميوند ولسوالۍ په شکور کارېز سيمه کې ددغو ولسي وګړو پر موټر شوې ده.
بله خوا په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې افغان سرتېرو د کندهار په ارغنداب کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې درې شکمن وسله وال او يو شمېر وسلې نيول دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن