ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو يو ملا امام وواژه

وسله والو يو ملا امام وواژه

author avatar
12 Mar 2014 - 13:57
وسله والو يو ملا امام وواژه
author avatar
12 Mar 2014 - 13:57

غزني(پژواک ،٢١کب ۹۲): چارواکي وايي، چې په غزني ولايت کې وسله والو يو ملا امام وژلى او په کندهار کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور ملکي وګړي  ټپيان شوي دي.

د غزني د مقر ولسوال صاحب خان پژواک ته وويل، چې تېره شپه ناوخته ناپېژاندو وسله والو د مولوي نجيب الله په نوم يو ملاامام ددغې ولسوالۍ د چمبرانو له کلي څخه وتښتاوه او نن (چهار شنبه) سهار  يې مړى دګيلان ولسوالۍ دکټان په سيمه کې وموندل شو.

ولسوال وايي، چې دچمبرانو په سيمه کې کومه دولتي پوسته نشته او هغه سيمه د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې ده.

د صاحب خان په وينا، تراوسه نه ده معلومامه ، چې دغه ملاامام د چا له لوري تښتول شوى او ولې وژل شوى،  خو په تړاو يې څېړنې روانې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دغه پېښه کې د طالبانو لاس لرل نه مني او وايي، چې په دې چاره کې سيمه ييز پوليس لاس لري.

خو د مقرو ولسوال دا ادعا په کلکو ټکو  رد او دکار يې د طالبانو توطيه وګڼله.

دغه راز د کندهار چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ددغه ولايت د مقام د مطبوعاتو له دفتره پژواک ته د کب په ٢١مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا چاودنه د ميوند ولسوالۍ په شکور کارېز سيمه کې ددغو ولسي وګړو پر موټر شوې ده.

بله خوا په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې افغان سرتېرو د کندهار په ارغنداب کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې درې  شکمن وسله وال او يو شمېر وسلې نيول دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.