ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “بلک واټر” په نوم کتاب پر پښتو ژبه چاپ شو

د “بلک واټر” په نوم کتاب پر پښتو ژبه چاپ شو

author avatar
13 Mar 2014 - 10:56
د “بلک واټر” په نوم کتاب پر پښتو ژبه چاپ شو
author avatar
13 Mar 2014 - 10:56

کابل (پژواک ٢٢ کب ٩٢): د (بلک واټر کرايي قاتلان) په نوم د کتاب چې جيريمي سکاهل په نامه يوه امريکايي ليکوال ليکلى، پښتو ژباړه يې له چاپه راووته او بازار ته وړاندې شوې ده.

دغه کتاب د پښتو ژبې وتلي ليکوال، ژورنالېست او ژباړن محمد زبير شفيقي ژباړلى او د سپوږمۍ راډيو له خوا خپور شوى دى.

د بلک واټر په نوم دغه کتاب ١٩ څپرکي او ٥٢٦ مخونه لري او په کې د مشهورې امريکايۍ امنيتي کمپنۍ، بلک واټر د کړنو په اړه مفصلې خبرې او بحثونه شوي دي.

د دغه کتاب امريکايي ليکوال هڅه کړې، چې د دې کمپنۍ له هغو کړنو پرده پورته کړي، چې تر دې وړاندې، تر خلکو پورې نه دي رسېدلي.

سپوږمۍ راډيو، چې دغه کتاب يې خپور کړى، په خپل ياددښت کې ليکلي: ((موږ وياړو چې د نړۍ د تر ټولو ستر خصوصي پوځ (بلک واټر) په اړه دغه شاهکار اثر خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو.))

په ياددښت کې زياته شوې، دغه اثر د کال تر ټولو د زيات پلور پر جايزې سربېره يو شمېر نورې معتبرې جايزې هم ګټلي او له ارزښتمنو اثارو بلل شوى دى.

د دغه اثر ژباړونکى محمد زبير شفيقي وايي، چې ده ډېر کتابونه ژباړلي دي، خو د امريکايي ژورنالېست جيريمي سکاهل د دغه اثر پر ژباړه وياړي.

هغه زياته کړې: ((د بلک واټر دغه اثر زه له هغو کتابونو بولم چې ټولنې راويښولى او له ډېرو ترخو حقايقو يې خبرولى شي.))

ليکوال او ژورنالېست نعمان دوست وايي، چې که څه هم پخوا د سعدالله فطرت په نوم يوه بل ليکوال هم دغه کتاب يو څه ژباړلى، خو بشپړ نه دى.

هغه د زبير شفيقي د دې هڅې چې دومره مهم او غټ کتاب يې ژباړلى ستايلى او له سپوږمۍ راډيو يې مننه کړې، چې د دغه کتاب چاپ ته يې اوږه ورکړه.

دوست وايي، هغه استخباراتي، سياسي او نظامي جريانونه چې د خلکو له ژوند سره تړاو او پرې اغېز لري، بايد ولس ترې خبر شي.

د نوموړي په وينا، بلک واټر امنيتي شرکت د افغانستان او سيمې په روان کړکېچ کې ښکېل دى او خلک کولى شي د دغه کتاب په لوستلو سره په دې اړه يې معلومات ترلاسه کړي.

د يادونې ده، سپوږمۍ راډيو تر دې وړاندې هم شپږ نور کتابونه چې ډېرى د ژورنالېزم او سياست په برخو کې دي، خپاره کړي دي.

دغه راز زبير شفيقي هم تر دې مخکې ګڼ شمېر مهم کتابونه او ناولونه ژباړلي دي.

Visits: 583

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.