ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سرتيري د پوځي دندو د پرېښودو په شرط راخوشي شوي

author avatar
14 Mar 2014 - 13:52
author avatar
14 Mar 2014 - 13:52

کابل(پژواک،٢٣کب٩٢):په کونړ کې طالبانو راخوشې کړي، افغان سرتيري وايي، په ملي اردو کې د دندو د نه ترسره کولو په شرط خوشې شوي دي.

بريد مل خير الدين او  ميراغا هغه پوځيان دي، چې د پنجشنبې په ورځ د قومي مشرانو په هلو ځلو د طالبانو له منګلو راخوشې او تېره شپه ناوخته د کونړ ولايت مقام او وروسته خپلې پوځي لوا ته وسپارل شول.

دا دواړه سرتيري د٤ نورو پوځي ملګرو  سره يو ځاى  شاه خوا شل ورځې مخکې په غازى اباد کې د ملي اردو پر پوځي مرکز، د بريد پر مهال طالبانو تښتولي و.

بريدمل خير الدين پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل،چې طالبانو قومي مشرانو ته په دې شرط سپارلي چې ، تر دې وروستو له ملي اردو سره دنده ترسره نه کړي.

هغه کيسه وکړه، چې د وسلوالو طالبانو له خوا ورسره څه ډول چلند شوى: (( زه او زما بل ملګرى مير اغا يو ځاى ساتل کېدو او څلور نور سرتېري چې، اوس هم له طالبانو سره دي  له موږ جدا وو، هغوى ته به طالبانو په ښه سترګه کتل او غازيان به يې بلل خو موږ يې مرتدان بللو.))

بريد مل خير الدين په وينا، طالبانو ورته ويلي، چې بيا دې په ملي اردو کې دنده نه ترسره کوي.

نوموړى وايي: ((موږ ته يې ويلي، چې بيا په ملي اردو کې دنده ترسره نه کړئ او قومي مشرانو زموږ د راخوشې کولو پر مهال دا شرط منلى دى.))

بله خوا ميراغا کيسه وکړه، چې څه ډول په دغه پېښه کې د طالبانو منګلو ته ورغى: ((موږ د طالبانو له ممکنه بريد څخه خبرو و خو کشفي ارګانو ورته سم امادګي نه لرله.))

هغه وايي، د بريد پر مهال يې د پوځي مرکز ډېر سرتېري ويده و ، ځکه خو په دغه پېښه کې زيات سرتېري وژل شوي دي.

ميراغا وايي:((ويده وم، د ډزو له اورېدو سره مې ټوپک راواخيست، يو شاجور ډزې مې نه وې کړې، چې ونيول شوم، زموږ ټول ملګري په ويدو يا هم به خوبولي حالت کې ويشتل شوي.))

دغه دوه سرتېري، خيرالدين د پنجشير اوسيدونکى دى او ميراغا د کندوز.

ددغو سرتېرو د راخوشي کولو لپاره د کونړ د قومي مشرانو د جرګګۍ يو غړى محب الله پژواک ته وويل، چې دا سرتېري يې له زياتو هلو وروسته د طالبانو له منګلو را خوشې کړي.

هغه وايي، طالبانو يوازې همدا شرط لرو، چې دا سرتيري بايد د بيا ځل لپاره دندو ته ستانه، نه شي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله خان ددغو سرتېرو  لپاره په جوړو شوو مراسمو کې د قومي مشرانو د هڅو ستاينه وکړ، چې هغوى يې راخوشي کړي دي.

هغه وايي،دا دواړه سرتېري يې په کونړ کې د ملي اردو دويمې لوا چارواکو ته وسپارل.

تېره شپه د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته ويلي و چې ، د غازى اباد په بريد کې تښتول شوي ٦ واړه سرتېري د دوى او قومي مشرانو په هڅو راخوشې شوي.

وسله والو طالبانو د کب ٤مه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه پوځي مرکز ډله ييز بريد وکړ، چې په کې ٢١ سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور وتښتول شول.

په دغه بريد کې يوازې اته افغان سرتېري  له وسله والو طالبانو سر په  مقامت  کې په خپل پوځي مرکز کې ژوندي پاتې شول ، چې وړمه ورځ ورته د ولسمشر کرزي او ملي دفاع وزارت له لوري د مېړانې مډالونه ورکړل شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.