ترينکوټ(پژواک،٢٦کب٩٢):د اروزګان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د اورښتونو او د سنداوبو د زياتوالي له امله ٢ تنه وژل شوي او سلګونه نور په اوبو کې بند پاتې دي.
ددغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي د ولايتي ادارې امر عصمت الله د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرو پنځه ورځو راهيسې په دغه ولايت کې د اورښتونو له امله ٢ تنه وژل شوي او په بېلابيلو سيمو کې تر سلو زيات کورونه ويجاړ شوي دي.
هغه وايي، له دغو کسانو يو يې د مرکز اړوند د ابرغه په سيمه کې او بل يې د ګېزاب په ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، په دغه اورښتونو کې زيات کورونه په لرو پرتو ولسوالۍ کې ويجاړ شوي .
په ورته مهال د ده راوت ولسوال امين خالقي پژواک ته وويل، چې ددغه ولسوالۍ دوه کلي د هلمند د سند د زياتېدو له امله اوبو لاندې کړي دي.
خالقي وايي:(( د “ده زک” او “سک زک “دوه غټ کلي، چې سلګونه خلک په کې اوسيږي د اوبو لاندې دي، خلک يې د کورونو بامونو او ونو ته پورته شوي دي.))
د نوموړ ي په وينا ، ځايي خلک ور سره ټليفوني اړيکې نيسي او د مرستې غوښتنه ترې کوي.
د هغه په خبر، د نورو نږدې سيمو خلک د ټوپانو په واسطه د دغو ايسارو شوو خلکو په راوستلو کې مرسته کوي خو دولت تر اوسه څه نه دي کړي.
په ورته مهال ددغه ولسوالۍ اوسيدونکى او د ولايتي شورا پخوانى غړى ابراهيم اخندزاده وايي، د سند اوبه بيخې ډېر دي او دواړه کلي يې لاندې کړي.
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې دغه سيمه ته دې الوتکې راولېږي څو ځايي خلک وژغوري.
هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د ولايتي ادارې نظر واخلو خو بريالي نشو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن