ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه بيا هم د اداري پلاوي په بشپړاوي کې پاتې راغله

ولسي جرګه بيا هم د اداري پلاوي په بشپړاوي کې پاتې راغله

author avatar
17 Mar 2014 - 14:10
ولسي جرګه بيا هم د اداري پلاوي په بشپړاوي کې پاتې راغله
author avatar
17 Mar 2014 - 14:10

کابل (پژواک ٢٦ کب ٩٢): د ولسي جرګې د دويم مرستيال او منشي د څوکيو کانديدانو نن هم ونه شو کړاى، چې د برياليتوب لپاره اړينې رايې ترلاسه کړي.

تېره ورځ صالح محمد سلجوقي د ولسي جرګې د دويم مرستيال او عرفان الله عرفان د دې جرګې د نايب منشي په توګه وټاکل شول، خو د لومړي مرستيال او منشي د څوکيو لپاره کانديدانو اړينې رايې ترلاسه نه کړې.

نن د ولسي جرګې د لومړي مرستيال د څوکۍ لپاره په دې جرګه کې د پکتيا استازي ګل بادشاه مجيدي، د ميدان وردګو استازي غلام حسين ناصري او د بادغيس استازي غلام سرور فايز ځانونه کانديد کړي وو.

دغه راز د منشي د څوکۍ لپاره د بدخشان استازي عبدالرووف انعامي، د پروان استازې ذکيې سنګين او د هرات استازې سمين بارکزۍ ځانونه  کانديد کړي وو.

يادو کسانو په لومړي دور ټاکنو کې اړينې رايه ترلاسه نه کړې او دويم ځل د لومړي مرستيال د څوکۍ لپاره د ګل بادشاه مجيدي او غلام حسين ناصري او د منشي د څوکۍ لپاره د ذکيې سنګين او عبدالرووف انعامي تر منځ سيالۍ وشوې، ځکه چې دغو کسانو ډېرې رايې لرلې.

د ولسي جرګې د نننۍ غونډې په دويم پړاو ټاکنو کې ١٦٥ کسانو برخه لرله او هر کانديد بايد د برياليتوب لپاره ٨٣ موافقې رايې ترلاسه کړې واى.

خو په دويم پړاو ټاکنو کې د لومړي مرستيال د څوکۍ لپاره کانديد ګل بادشاه مجيدي ٦٢ او غلام حسين ناصري ٣١ موافقې رايې ترلاسه کړې او د يادې څوکۍ په ترلاسه کولو بريالي نه شول.

دغه راز د منشي د څوکۍ لپاره هم په دويم پړاو ټاکنو کې عبدالرووف انعامي ٧٠ او ذکيې سنګين ٣١ رايې ترلاسه کړې او دوى هم بريالي نه شول.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د يادو څوکيو لپاره به درېيم پړاو ټاکنې سبا ترسره شي.

په تېره يوه کلنه دوره کې ميرويس ياسيني د لومړي مرستيال، صالح محمد سلجوقي د دويم مرستيال، سيداکرام د منشي او عرفان الله عرفان د نايب منشي په توګه کار کاوه.

ملي شورا د هر کاري کال په پيل کې د دواړو جرګو لومړى او دويم مرستيال، منشي او مرستيال منشي د استازو د رايو پر بنسټ ټاکي.

دغه شورا د ژمي له يوې نيمې مياشتنۍ رخصتۍ وروسته، وړمه ورځ ولسمشر پرانيسته.

مشرانو جرګې وړمه ورځ پرېکړه وکړه، چې د ١٦مې دورې د درېيم کال اداري پلاوى دې پر خپل ځاى پاتې شي، ځکه چې د ولايتي شوراګانو تر ټاکنو وروسته د دې جرګې ٦٨ غړي بدلېږي.

دې جرګې پرېکړه کړې، چې رييس او اداري پلاوى او د کمېسيونونو غړي به د ولايتي شورا تر ټاکنو او دې جرګې ته د نوو انتخابي غړو تر معرفي کېدو وروسته وټاکل شي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

د مشرانو جرګې د پرېکړې له مخې، محمدعلم ايزديار به د لومړي مرستيال، حاجي رفېع الله ګل افغان به د دويم مرستيال، سيد فرخ شاه جناب به د منشي او سيد عزيزالله الفتي به د نايب منشي په توګه تر هغه کار کوي، چې د ولايتي شوراګانو د ټاکنو په پايله کې ٦٨ نوي ټاکل شوي کسان د دې جرګې غړيتوب ترلاسه کړي.

د اساسي قانون د ٨٤ مې مادې له مخې، د مشرانو جرګې ٣٤ غړي د ولسواليو له شوراګانو او ٣٤ تنه له ولايتي شوراګانو څخه ټاکل کېږي او ٣٤ تنه نور يې ولسمشر انتصابوي.

دغه مهال له دې امله، چې په افغانستان کې د ولسواليو د شوراګانو ټاکنې نه دې شوې، ٦٨ تنه د ولايتي شوراګانو له ټاکنو وروسته، له ولايتي شوراګانو څخه د مشرانو جرګې د غړيتوب لپاره ټاکل کېږي.

د اساسي قانون د ٨٧مې مادې له مخې، د ملي شورا له دواړو جرګو څخه هره يوه د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رييس په توګه ټاکي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.