ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

author avatar
18 Mar 2014 - 18:11
author avatar
18 Mar 2014 - 18:11

کابل (پژواک ٢٧کب ٩٢): د کرکټ نړیوال شل اوریز جام لومړي پړاو سیالیو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ څخه د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دي ، چې ددغې لوبې پچه د هانګ کانګ ملي لوبډلې وګټله او افغان لوبغاړو ته یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ. د افغان توپ اچونکو له لوري شاپور ځدراڼ، حمزه هوتک او محمد نبي عیسی خیل د سیالې لوبډلې دوه دوه او دولت ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په اتلسم اور کې د درې لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ. د ملي لوبغاړو له لوري شهزاد محمدي ۶۸ او شفیق الله شفق ۵۱ منډې جوړې کړې.

د سیالۍ غوره لوبغاړی شهزاد محمدي ونومول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اداره ټولو هیوادوالو ته د نړیوال شل اوریز جام لومړي پړاو سیالیو په ترڅ کې د هیواد کرکټ ملي لوبډلې سترې بریا مبارکي وایي او له ټولو هیوادوالو د لس غوره لوبډلو پړاو ته د ملي لوبډلې لارموندنې لپاره د دعاګانو غوښتنه کوي.

د یادوني وړ ده چې افغان ملي لوبډله به د پنجشنبې په ورځ د نیپال پر وړاندې خپله دریمه سیالي ترسره کوي.

 

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.