ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د يوناما ماموريت د يو بل کال لپاره وغځېد

په افغانستان کې د يوناما ماموريت د يو بل کال لپاره وغځېد

author avatar
18 Mar 2014 - 11:16
په افغانستان کې د يوناما ماموريت د يو بل کال لپاره وغځېد
author avatar
18 Mar 2014 - 11:16

واشنګټن-کابل (پژواک ٢٧ کب ٩٢) : ملګرو ملتونو په افغانستان کې د يوناما ماموريت د يو بل کال لپاره وغځاوه.

دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تېره ورځ په نيويارک کې د افغانستان په اړه د خپلې ځانګړې غونډې پر مهال وکړه.

په دې غونډه کې، چې د افغانستان پر وخت تېره شپه ترسره شوې وه، د امنيت شورا ١٥ غړو په اتفاق سره ياده پرېکړه تاييد کړه.

په کابل کې د يوناما دفتر له خوا د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د امنيت شورا غړو په يو اتفاق سره د يوناما ماموريت د ٢٠١٥ کال د مارچ تر ١٩مې پورې وغځاوه.

سرچينې زياته کړې، د امنيت شورا پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د افغان دولت د لومړيتوبونو، چې د امنيتي چارو د مسووليت سپارلو، حکومتداري او د پرمختګ په برخو کې د يوې پروسې له مخې وړاندې ځي، ملاتړ وکړي.

د امنيت شورا يو ځل بيا په ټينګار سره وويل، چې په افغانستان کې د يوناما دفتر به د افغانستان د دولتي ارګانونو په پياوړي کېدا، د قانون په پلي کولو، د نشه يي توکو په مخنيوي، د بشري حقوقو او بشري مرستو په برخو کې خپل فعاليت ته ادامه ورکوي.

سرچينې زياته کړې، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان له حکومت او افغانانو سره مرستو ته ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې يوناما به په افغانستان کې په ملکي او نړيواله کچه خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي.

د امنيت شورا يو ځل بيا په تاکيد سره وويل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکاريو دفتر (يوناما) به د افغان دولتي ارګانونو په پياوړي کولو، د قانون په پلي کولو، د نشه يي توکو په مخنيوي، د بشري حقونو او بشري مرستو په برخو کې خپل فعاليت ته ادامه ورکوي.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.