ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورې ښويېدنې پنځه ښځې مړې کړې دي

واورې ښويېدنې پنځه ښځې مړې کړې دي

author avatar
19 Mar 2014 - 16:06
واورې ښويېدنې پنځه ښځې مړې کړې دي
author avatar
19 Mar 2014 - 16:06

باميان (پژواک ٢٨ کب ٩٢): د باميانو په پنجاب ولسوالۍ کې پنځه ښځې د واورې ښويېدنې له امله مړېشوې او د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د واورې او غره ښويېدنې له امله د استوګني لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ښځې تېر مازديګر د پنجاب ولسوالۍ له غوجرک کلي څخه د زردسنګ کلي ته پلې روانې وې، چې په چهارده کلي کې له واورې ښويېدنې سره مخ شوې.

هغه زياته کړه، د سيمې خلکو هڅه وکړه، چې ښځې له واورې ژوندۍ وژغوري، خو بريالي نه شول او وروسته يې مړي ترلاسه کړل.

احمدي زياته کړه، چې دغه ښځې په کومو مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره چېرې تلې او عمرونه يې د ١٨ او ٣٨ کلونو ترمنځ وو.

د باميانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې د کمېټې رييس محمدرضا رفعت وويل، د پنجاب ولسوال ته يې لارښوونه کړې، چې د مرستو لېست ترتيب کړي خو د مړې شوو دغو ښځو له کورنيو سره پنځوس زره افغانۍ د مرستې په توګه ورکړي.

رفعت زياته کړه، چې د واورې او غره ښويېدنې له امله په ورت ولسوالۍ کې د استوګنې ١٤ کورونه، په يکاولنګ کې ١٠کورونه، په شيبر کې ٤ او د باميانو په مرکز کې ٥ کورونه د واورې ورېدنې او له غرونو څخه د ډبرو ښويېدو په سبب ويجاړ شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

هغه زياته کړه، چې له پلټنو وروسته به له دې کورنيو سره اړينې مرستې وکړي.

د ويلو ده، چې دوه ورځې وړاندې هم يوه ښځه او دوه نارينه د باميان په ګاونډ د دايکنډي په خدير ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله مړه او د استوګنې د يوه کور د ويجاړېدو تر څنګ ١٥ څاروي له منځه ولاړل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.