ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عدليې وزير حبيب الله غالب ومړ

د عدليې وزير حبيب الله غالب ومړ

author avatar
20 Mar 2014 - 15:32
د عدليې وزير حبيب الله غالب ومړ
author avatar
20 Mar 2014 - 15:32

 کابل (پژواک ٢٩ کب ٩٢): د عدليې وزير حبيب الله غالب د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلى دى.

د عدليې وزارت ستر سلاکار محمدهاشم هاشمزي د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د عدليې وزير حبيب الله غالب مغزي سکته وکړه او د بېړنۍ درملنې لپاره په بګرام کې د بهرنيانو روغتون ته ولېږدول شو، خو نن يې ساه ورکړې ده.

د هاشمزي په وينا، د هغه د جنازې په اړه به وروسته اعلان وشي.

د يادونې ده، درې ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي د يوه حکم پر اساس څارنپوه حبيب الله غالب د سترې محکمې د غړي په توګه نومولى و او په دې نږدې ورځو کې د باور رايې اخيستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېده.

حبيب الله غالب د مولوي محمدعمر کوهستاني زوى، د ١٣١٨ لمريز کال د غويي په ١٧مه د کاپيسا ولايت د کوهستان ولسوالۍ د قاضي خېل په کلي کې زېږېدلى و.

لومړنۍ زده کړې يې د پروان د ګلبهار په ښوونځي کې ترسره کړې وې او وروسته يې د کابل په ابوحنيفه مدرسه کې زده کړې وکړې او په ١٣٣٧ لمريز کال کې ترې فارغ شو.

هغه خپلې لوړې زده کړې د ليسانس تر کچې د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې په ١٣٤١ لمريز کال کې ترسره کړې او په همدغه کال يې د عدليې په وزارت کې دنده ترلاسه کړه.

څارنپوه غالب تر ١٣٦١ لمريز کاله پورې د ياد وزارت په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کړې، په ١٣٤٥ لمريز کال کې د نورو لوړو زده کړو لپاره مصر هېواد ته ولاړ او هلته يې ماسټري ترلاسه کړه .

نوموړى له تېرو څو کلونو راهيسې د عدليې د وزير په توګه دنده ترسره کوله.

پر هېواد د شوروي اتحاد تر يرغل وروسته هغه د نورو افغانانو په څېر پاکستان ته کډوال شو، خو د ۱۳۷۳ لمريز کال د مجاهدينو له بريا وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون شو.

د لويې څارنوالۍ د مرستيال په توګه له قوانينونه د نظارت، له قانون نه د ساتنې او په عدليې او قضايې چارو کې يې هم دندې سرته رسولې دي.

د لنډمهال، انتقالي او د ټاکل شوي دولت په دوران کې د عدلي او قضايي، د اصلاحاتو د خپلواک کمېسيون د غړي په توګه پاتې شوى دى.

دغه راز د قوانينو د ريفورم د کمېټي د رييس او د جمهوري رياست د مقام د حقوقي او عدلي مشورتي بورډ د غړي او د نوموړي بورډ د رييس او  د عدليې وزارت د حقوقي سلاکار په توګه يې دندې سرته رسولې دي او د اساسي قانون په لويه جرګه کې يې هم غړيتوب درلود .

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.