ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له بګرام زندانه ٥٥ نور بنديان خوشې شول

author avatar
20 Mar 2014 - 18:44
author avatar
20 Mar 2014 - 18:44

 کابل (پژواک ٢٩ کب ٩٢): د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټه وايي، چې له دې زندان څخه يې ٥٥ تنه نور بنديان هم خوشې کړي دي.

 دغه څرګندونې نن د يادې کمېټې غړي عبدالشکور دادرس په خبري ناسته کې وکړې.

 ده وويل، په نننيو خوشې شويو ٥٥ بنديانو کې ١٥ يې هغه کسان دي، چې په خپلو اعترافونو کې يې له وسله والو مخالفينو سره هر ډول اړيکه رد کړې او ان له دولت څخه يې د عدالت غوښتنه هم کړې ده؛ نو له همدې امله يې د دوى د توقيف حالت رفع کړ او خوشې کړل.

 ده زياته کړه، پر څلوېښتو نورو بنديانو، چې بريتانوي ځواکونو په هلمند ولايت کې نيولي وو، د جرم مدارک نه و موجود، نو له همدې امله يې د هغوى د ازادۍ د سلب حالت هم رفع او خوشې کړل.

 د هغه د معلوماتو له مخې، د جرم مدارک عبارت دي، چې يو څوک لاس په لاس په جګړه کې او يا له فعالې وسلې سره نيول شوى او يا هم د ورانکارو کړنو د ترسره کولو پرمهال نيول شوى وي.

 دادرس وايي، چې اوسمهال د بنديانو ٤٨ دوسيې تر کار او څېړنې لاندې ري.

تېره مياشت (د سلواغې ٢٢مه) هم د لويې څارنوالۍ له لوري د بګرام زندان ٦٥ تنه بنديان خوشې شول.

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې درې مياشتې (د مرغومي نهمه) مخکې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې ويلي و، چې د دوى د څېړنو له مخې، د بګرام زندان ٦٥٠ بنديان بې ګناه پېژندل شوي او له بنده خوشې شوي دي.

ولسمشر کرزي د روان کال د وري په ١٧مه، د يوه فرمان په ترڅ کې د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي په موخه درې کسيزه کمېټه وټاکله او دې کمېټې ته يې دنده وسپارله، چې د شکمنو، تورنو او د هغو کسانو وضعيت، چې له شواهدو او ثبوتونو پرته نيول شوي، وڅېړي.

 په بګرام زندان کې، چې په پروان ولايت کې شتون لري، بنديان د ترهګريزو فعاليتونو په شک او تور په کې ساتل کېږي.

د بګرام زندان مسووليت، د روان کال د وري په ٥ مه له امريکايي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو او د امريکايي ځواکونو له لوري د افغانانو نيول او په دغه زندان کې د هغوى ساتل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجو لامل شوي وو.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.